امریکایي سرتېرو هلمند کې پر طالبانو برید کړی

امریکایي سرتېرو هلمند کې پر طالبانو برید کړی


  • 1 مياشت دمخه (06/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 185

یوې امریکایي سر چینې د نوم نه ښودولو په شرط ویلي، چې امریکایي پوځیانو د هلمند په لښکرګاه ښار کې پر طالبانو بمبار کړی.

د سرچینې په وینا په یاد هوایي برید کې طالبانو ته ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اوښتي

د سرچینې په وینا، امریکايي پوځیانو له افغان ځواکونو سره د شوې هوکړې له مخې پر طالبانو بریدونه کړي او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.

که څه هم پنټاګون تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې بیا امریکا ویلي و، چې که طالبان ددوحې له تړون څخه سرغړونه وکړي او ددوي پوځیانو او متحدینو بریدونه وکړي، نو سخت ځواب به ورکړي