طالبان: تورو لېستونو کې یې نومونه د سولې پر وړاندې لوی خنډ جوړوي.

طالبان: تورو لېستونو کې یې نومونه د سولې پر وړاندې لوی خنډ جوړوي.


  • 1 مياشت دمخه (05/05/2021)
  • 98

سمسور (پنجشنبه د غویي ۱۶) طالبانو ویلي، په هېواد کې د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دا دی چې د دوی د یو شمېر مشرانو نومونه لا هم په "تورو لېستونو" او د "جایزو په لېستونو" کې دي.‌

طالبانو له ملګرو ملتونو او نورو اړونده ادارو غوښتي، چې دا لېستونه دې ژر تر ژره ختم کړي.

یادې ډلې په خپله اونیزه بیانیه کې د خپلو دې مشرانو نومونه نه دي په ډاګه کړي،‌ او د یادو لېستونو په اړه یې هم ډېر جزئیات نه دي شریک کړي.

خو دې ډلې ټینګار کړی، چې د دا ډول لېستونو په شتون کې ګرانه ده، چې د افغانستان قضیه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.‌

همدا راز ټاکل شوې وه چې د تېرې اپرېل میاشتې په وروستیو کې په استانبول کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ خبرې وشي.

خو طالبانو په هغه ناسته کې له ګډونه انکار وکړ، چې د غونډې سمبالوونکي ملګري ملتونه، ترکیه او قطر اړ شول چې نېټه یې وځنډوي.

افغان حکومت بیا په تېر کې ټینګار کړی، چې د سولې خبرو د بریا لپاره باید د طالب مشرانو نومونه په دې لېستونو کې پاتې شي، ځکه همدا فشار ښایي یاده ډله خبرو او جوړجاړي ته چمتو کړي.‌