كه اوباما رښتونى وي نو....


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 245

تېره اونۍ دامريكا د متحده ايالاتو نوي منتخب ولسمشر بارك حسين اوباما د مصر له پلازمينې قاهرې څخه اسلامي نړۍ ته يوه اوږده خو هر اړخيزه وينا واوروله .
اوباما په خپله دې ويناكې د اسماني اديانو تر منځ مشاركتونو، ګډوانساني ارزښتونوته ددوى درناوى ،په ځانګړې توګه دسولې، امنيت، دبشر ددنيوي او اُخروي سوكالۍ لپاره ددرې واړو اديانو (اسلام ،مسيحيت اويهوديت) ژمنتياته اشاره وكړه، هغه ،همداراز داسلامي اولوېديځې نړۍ تر منځ داوسني لېرې والي او دګيلو ناندريو عواملوته ګوته ونيوه او جوته يې كړه چې دى دامريكا اوپه ټوله كې دلوېديځې نړۍ په اړه دمسلمانانو په اندېښنوپوهېږي .
اوباما د افغانستان، پاكستان، عراق او د فلسطيني ولس او د اسرائيلو تر منځ جګړې، د ايران جنوبي او شمالي كوريا او اتومي مسايلو ته هم اشاره وكړه، هغه ژمنه وكړه چې تر خپله وسه به د اسلامي نړۍ او د لوېديځوالو تر منځ موجود واټن او ناخوالې را كمې كړي، هغه څرګنده كړه چې تر ۲۰۱۲ زېږديز كال پورې به له عراق څخه خپل ټول پوځيان و باسي او همدارنګه اراده نلري چې په افغانستان كې يې هم پوځيان تر ډېره وخته پاتې شي. ده پر فلسطين او اسرائيلو هم غږ وكړ چې ديو بل وجود وزغمي او خو نړيو جګړو ته زمينه برابره نكړي.
د ده وينا ظاهراَ ډېره بې پلوه وه او موخه يې اسلامي نړۍ ته د دوستۍ پيغام وو. دا وينا د افغانستان په شمول ډېرو اسلامي هيوادونو، اسلامي ټولنو او كړيو، لوړو اسلامي شخصيتونو او ګوندونو استقبال كړه او له مسلمانانو سره يې يو هيله پيداكړه، د بارك اوباما دا وينا د دې لامل شوه چې لوېديځوالو او مسلمانانو ته ډېر ګونګ او تت ټكي روښانه شي. تراوسه له ځينو سره دافكر وو چې امريكايان به ګواكې په اسلامي نړۍ كې دوى د خپلسريوپه اغېزواو ددوى پروړاندې داسلامي نړۍ دنفرت په كچې خبر نه وي خو اوس روښانه شوه چې داسې نده، بلكې دوى پوهېږي چې دهرمسلمان په زړه يې څوڅو داغونه ايښي دي
كله چې د امريكا په ټاكنو كې د دې هيواد په تاريخ كې د لومړي ځل لپاره يو تورپوستى افريقايي ا لاصله مسلمان نژاده ( بارك حسين اوباما) د متحده ايالاتو تر ټولو لوړ ې څوكۍ ته ورسېد نو د متحده ايالاتو په كورني او بهرني سياست كې يې د ژور بدلون شعار پورته كړ او ژمنه يې وكړه چې هڅه به وكړي ټولې كورنۍ او نړيوالې ستونزې د مفاهمې او خبرو اترو له لارې حل كړي .
د ده دا شعار ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه مسلمانانو ته ډېر په زړه پورې او هيله وركوونكى و او په امريكا كې له تاريخي پلوه يو محكوم نژاد ته د منسوب او له مسلمانانو سره د نسبي تړاو لرونكي شخص په توګه چې د خپل عمر يوه برخه يې هم په يوه اسلامي هيواد كې تېره كړې ته اسلامي نړۍ سره د اړيكو سمولواو د دوستانه فضا د رامنځته كولو لپاره ډېرې هيلې وې.
د بارك او باما د تېرې اونۍ وينا وښوده چې دى رښتيا هم په ټولو نړيوالو ستونزو او په ځانګړې توګه د اسلامي او لوېديځې نړۍ تر منځ په ناسم پوهاوي، موجود نفرت او د دې ناسم پوهاوي په انګيزو ښه خبر دى او دا هم جوته ده چې ښاغلى اوباما د دې ناسم پوهاوي او د دې ستونزو او كړكيچ په حل كې ډېر مهم رول لوبولى شي ځكه چې ټول خلك يوهېږي چې په نړۍ كې دانسانيت ترمنځ دنفرت ديوالونه همدې امريكا درولي، دهمدوى دپراختيا غوښتنې حرص او ښكيلاكي موخو داسلامي نړۍ په هره برخه كې اور ، بل او ګرګې ترې لاندې كړي دي ، همدا امريكايان وو چې له افغانانو سره دامنيتي ، سياسي ،اقتصادي او كلتوري مرستو په نوم افغانستان ته راغلل ، زموږ هېواد يې دسياسي او نظامي انډوخر ډګر وګرځاوه خو په دې هره برخه كې يې مرستې دمرغۍ شېدې شوې ، لايې هم ناامني او دافغانانو ترمنځ دبې باورۍ انفلونزا خپره كړه ،منزوي او رټل څهرې ، دهېواد اوافغان ولس ټول دښمنان ، افغان ولس عاق كړي او سياسي يتيمان يې له كولاب ،مشهد، مسكو دوشنبې ، انقرې او ... څخه راټول او دافغان و لس په برخليك حاكمان كړل ، همداامريكايان وو چې دعراق قانوني او منظم حكومت يې ړنګ او دهغوى قاطع او هوډمن ولسمشر يې په دار كړ، همداامريكايان دي چې صيهونستي تروريزم يې په غېږ كې نيولى او په سيمه كې ددوى دژاندارم په توګه پرې اسلامي هېوادونه وېروي ، همداامريكايان دي چې ټول اسلامي خوځښتونه چې د ځمكې په هره برخه كې دخپلې ازادۍ لپاره مبارزه كوي ترورستان بولي او په تور لست كې يې نيسي ، خو دهغوى دښمنان بيا خپل دوستان بولي ، همدا امريكايان دي چې هره ورځ په افغانستان او عراق كې لسګونه بې ګنا ه هېوادوال چې ډېره برخه يې ښځې او كوچنيان دي وژني اوبيا پرې دترورست نوم ږدي . همداامريكايان دي چې په ګوانتانامو، بګرام او آبوغريب زندانونو كې يې داسې فجايع وكړل چې انسانيت ترې امان غواړي ، له خپل هم ډوله سره خوپرېږده ان څوك له ځناورو سره هم داسې چلند نه كوي ، نو امريكا او په سر كې يې ولسمشر اوباما پوهېږي چې ستونزې دوى جوړې كړي او دحل چابيانې يې هم له دوى سره دي دوى ته جوته ده چې په ټوله نړۍ كې ددوى پرضد دعامې كركې او نفرت سمندر څپې وهي ، زما په اند دده، ددې وينا بنسټيزه موخه داده چې پدې ډول ددوى پرضد هره ورځ خپرېدونكى نفرت كنترول او كم كړي . ددوى په اړه دمسلمانانو دورځ په ورځ زياتېدونكې كركې او حساسيتونومخه ونيسي.
زه ګومان كوم چې داوينا هم دمسلمانانو پرضد د متحده ايالاتو دروانې جګړې مطبوعاتي برخه ده ،
دوى دجګړې تكتيكونه بدلوي ،عامه اذهان مغشوشوي .ددوى دخلكو غولونې يوه بېلګه دا ده چې ټوله نړۍ پوهېږي چې په افغانستان كې بهرنيو ځواكونو ماتې خوړلې او هره ورځ پرې كړۍ تنګېږي او ميډيا هم ددوى په واك كې ده ، خوبيا هم ميډيا دخپلو او رېدونكيو ترمنځ دخپل اعتبار ساتلو لپاره ددوى دانحصار او سانسور سربېره ، نشي كولى چې ددوى ټولې ناكامۍ پټې كړي او له غواڅخه دغدودي په اندازه ددوى تلفات او ناكامۍ خپروي خو دوى ددې لپاره چې اذهان تېرباسي څو اونۍ وړاندې اعلان وكړ چې ګويا دوى خوپه افغانستان كې بريالي دي خونړيواله ميډيا دطالبانو په واك كې ده او څوك ددوى برياوې او دطالبانو ماتې نه خپروي ؟؟ .
((بسوخت عقل زحيرت كه اين چه بوالعجبيست ))
كه دده موخه غولونه او داذهانو ترور نه وي ( موږهم هيله لرو چې دده نيت پاك او دده دخولې ا و ژبې قصديووي) او په رښتيا هم داسلامي نړۍ او لوېديځوالو ترمنځ واټن كموي نو داخودوى ته ډېره اسانه ځكه دټولو ستونزو او شخړو ترشا يا په مستقيم ډول او يا په غير مستقيم ډول دوى لاس د ى، دوى دې ښكيلاكي ارادې او پر نړۍ دبادارۍ خوبونه پرېږ دي ، داسرائيلو په څېر دغاصبانو ملاتړ دې نه كوي ، دافغانستان ، عراق او سعودي په شمول دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه دې خپل پوځونه خپلې خاورې ته وغواړي ، ترټولو لومړى دې خپل اتومي ځواك خنثى كړي نو ستونزې حل دي . همدا تېره ورځ مو له رسنيو واورېدل چې دده دبهرنيو چارو وزيرې هيلري كلنټن ايران وګواښه چې دوى به پراسرائيلو هرډول بريد پرمتحده ايالاتو بريد وبولي؟. خو اسرائيلو چې تېر كال څه كم څلور زره فلسطيني مسلمانان په عامه توګه ووژل نو دوى ورته تندى هم تريو نكړ؟ په هرحال موږ هم له ده څخه دا هيله لرو چې نوموړى به لكه څنګه يې چې ژمنه وكړه، ددې ستونزو د حل لپاره سمدستي او جدي ګام واخلي.
ځكه چې ددې ستونزو په حل كې تربل هرچا وړاندې ددوى ګټه ده ،. ددوى وګړنيز، نظامي او اقتصادي ځواك او دوى مجروح حيثيت ژغورل كېږي .
موږ د متحده ايالاتو پر ولسمشر غږ كوو چې د نړۍ په سياست كې د يوه مطرح، پرمختللي اود نړۍ په ټولو پېښو كې دلاس لرونكي هيواد د ولسمشر په توګه د دې ستونزو د حل لپاره په اخلاص او د زړه له كومي ګام واخلي موږ باور لرو چې امريكايان د نړۍ د امنيت او سوكالۍ لپاره ډېر څه كولى شي او دا هم جوته شوه چې دوى ته ټولې ستونزې او د ستونزو اصلي انګيزې او دحل لارې ورمعلومې دي نو كله چې داسې ده نو ضرور ده چې هم امريكايان او هم بل هر هغه څوك چې د نړۍ د سولې او امنيت لپاره څه كولى شي را پاڅېږي او په دې اړه خپل مسؤوليت او رسالت تر سره كړي.
زموږ په اند د نړۍ د امنيت لپاره هڅې ، له يوقطبه كېدلو څخه دنړۍ ژغورل او د اسلامي او لوېديځې نړۍ تر منځ د ناسم پوهاوي له منځه وړل يواځې د اوباما او امريكايانو كار ندى ، بلكې په دې اړه ملګري ملتونه (كه څه هم اوس يې دسي اى اې دتحريراتو ددفتر حيثيت خپل كړى )، اسلامي هيوادونه او په ځانګړى توګه اسلامي كنفرانس هم ډېر رول لوبولى شي .نو موږ پر دوى هم غږ كوو چې په دې اړه قوي ګامونه واخلي ،خپل مسؤوليت او رسالت ادا كړي او نړۍ له روانې تراژيدۍ څخه وژغوري