چارواکي: هلمند کې د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژل شوي.

چارواکي: هلمند کې د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژل شوي.


  • 5 مياشتي دمخه (04/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 440

سمسور (سه شنبه د غویي ۱۴) د ملي دفاع وزارت په هلمند کې د القاعده شبکې د ۲۲ غړو د وژل کېدو خبر ورکوي. 

یاد وزارت په یوه خبر پاڼه کې وايي، چې افغان ځواکونو د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې د هند قارې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي ووژل شول.

سرچینې ویلي، چې وژل شوي کسان اصلي د پاکستان د پنجاب ایالت او سیدونکي وو.

وسله والو طالبانو بیا تر دا مهاله په هلمند کې د القاعده شبکې جنګیالیو د وژل کېدو په هکله څه نه دي ويلي، خو لښکرګاه ته نږدې د ځینو سیمو د نیولو ادعا یې کړې ده.

هېواد کې د هلمند ولایت په ګډون له تېرو څو ورځو راهیسې جګړو زور اخیستی، چې له کبله یې زرګونه کورنۍ هم بېځایه شوي دي.