ولسمشر غني: طالبان دې د خپل مشر څېره خلکو ته وښيي

ولسمشر غني: طالبان دې د خپل مشر څېره خلکو ته وښيي


  • 2 ورځي دمخه (04/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 20

افغانانو دا ثابته کړې، چې سولې ته ژمنتیا لري؛ خو که طالبان جګړه کوي؛ نو بیا جګړې ته هم چمتو یو.

نن د« سل ورځې سل زیري» په لړ کې د پوهنې اوونۍ په پار جوړه شوې غونډه کې ولسمشر غني وویل، چې طالبانو د نورو په اشاره د وطن ورانولو ته مخه کړې او که ځان افغانان ګڼي؛ نو باید د پردیو له نوکري راووځي.

هغه دغه راز زیاته کړه، چې جمهوریت ټولو ته مالوم دی؛ خو که طالبان رېښتیا هم ځان خپلواک ګڼي؛ نو خپل د خپل مشر څېره دې خلکو ته وښيي.

ولسمشر غني همداراز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، چې افغان ځواکونه د هر ډول حالاتو د کنټرول وړتیا لري او افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړې.