د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع خورا مهمه ده

د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع خورا مهمه ده


  • 2 ورځي دمخه (04/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 20

د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع خورا مهمه ده او ټول اړخونه باید ددې کار لپاره هڅې ډېرې کړي.

د جنوبي اسیا، ملګرو ملتونو او مشترک المنافع هېوادونو لپاره د برېتانیا د دولت وزیر احمد طارق، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره په خبرو کې ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او هڅه کوي په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې طارق ویلي، برېتانیا له افغان حکومت او افغانانو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او په بېلو برخو کې د مرستو او همکاریو دوام ته ژمنه ده. 

په یادو ټیلفوني خبرو کې حنیف اتمر هم پر افغان سوله کې د برتانیا رول مهم ګڼلی او د پ ځان بسیا افغانستان لپاره یې له د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې.

باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع  د پیاوړتیا تر بل هر وخت هڅې چټکې شوي.