چارواکي: غزني کې افغان ځواکونو ۵۱ تنه طالبانو مرګ ژوبله واړوله.

چارواکي: غزني کې افغان ځواکونو ۵۱ تنه طالبانو مرګ ژوبله واړوله.


  • 6 مياشتي دمخه (03/05/2021)
  • خالد سهار
  • 435

سمسور (دوشنبه د غویي ۱۳) د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې ۵۱ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې د دې ولایت قره باغ او خواجه عمري ولسوالیو په بېلا بېلو سیمو کې هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړي.

خبر پاڼه کې راځي، چې د ګډو افغان ځواکونو د دغو عملیاتو پر مهال ۳۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

سرچینه کې وړاندې راغلي، چې دغو عملیاتو کې همداشان د یادې ډلې زیات شمېر وسلې، مهمات، چاودېدونکي توکي او وسایط له منځه وړل شوي او ترلاسه شوي دي.

تردې دمه طالبانو د افغان دولت دغې ادعا ته غبرګون نه دی څرګند کړی.