زلمي خلیلزاد له ازبکستاني چارواکي سره پر افغان سوله خبرې کړي

زلمي خلیلزاد له ازبکستاني چارواکي سره پر افغان سوله خبرې کړي


  • 8 مياشتي دمخه (03/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 369

افغانستان کې د جګړې د پای لپاره باید ټول هېوادونه د سیاسي حل ملاتړ وکړي

 د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استاز زلمي خلیلزاد د ازبېکستان د بهرنیو چارو عبدالعزیز کاملوف سره کتلي او د افغان سولې پر سر یې خبرې کړې دي.

خلیلزاد په دې لیدنه کې ویلي، چې افغانستان کې روانه ۴۰ کلنه جګړه هیڅ ډول نظامي حل نه لري او دواړه لوري یواځې د خبرو له لارې د روان بحران پای ته رسېدی شي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې نړۍ او د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د مسئلې لپاره د سیاسي حل ملاتړ وکړي او له طالبانو وغواړي، چې له جګړو لاس واخلي.

بل پلو بیا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له « ار بي سي» ټلویزون سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو جګړې مشروعیت بایللی او دا ډله وېره لري، که توافق وکړي، نو نظامي برخه به له لاسه ورکړي.