امریکا: له افغانستانه د سرتېرو وتل د امریکا د وتلو په معنی نه ده.

امریکا: له افغانستانه د سرتېرو وتل د امریکا د وتلو په معنی نه ده.


  • 6 مياشتي دمخه (03/05/2021)
  • خالد سهار
  • 632

سمسور (دوشنبه د غویي ۱۳) د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستانه د سرتېرو تر وتلو وروسته به هم زموږ سفارت شتون ولري او دغه هېواد سره به په اقتصادي، بشردوستانه او پرمختیایي برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. 

ښاغلي بلېنکن دا څرګندونې له سي‌بي‌اس ټلویزیون سره په یوې مرکې کړې دي. 

هغه همدارنګه ویلي، د بایډن اداره باور لري چې امریکا باید په افغانستان کې د هر ډول وضعیت "سناریو" د مهار کولو لپاره چمتووالی ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا د افغانستان وضعیت په خورا روښانه او سمه توګه څاري.

ښاغلي بلېنکن په دغې مرکه ویلي د سرتېرو وتل د افغانستان د هیرېدو په معنی نه ده.

امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو لړۍ د مې په لومړۍ نېټه پیل کړه او ټاکل شوې د سپټمبر تر ۱۱مې بشپړه شي.