چارواکي: د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یې د طالبانو دوه مرکزونه له منځه وړي.

چارواکي: د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یې د طالبانو دوه مرکزونه له منځه وړي.


  • 3 مياشتي دمخه (02/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 276

سمسور (دوشنبه د غویي ۱۳) افغان چارواکي وایي، چې ځواکونو یې د ننګرهار ولایت په سره ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دوه مهم مرکزونه له منځه وړي دي. 

د ملي امنیت ۰۲ قطعې له لوري په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ځانګړو ځواکونو یې تېره شپه د ننګرهار ولایت، سره رود ولسوالۍ ککړک سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي. 

سرچینه کې همداشان راځي، چې د یادو عملیاتو پر مهال د طالبانو دوه مهم مرکزونه، وسلې، مهمات، چاودېدونکي توکي او وسایط ترلاسه شوي، چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

د معلوماتو پر اساس طالبانو نن شپه پلان درلود چې د سره رود ولسوالۍ په غازي بابا او کړسو خوړ پوستو باندې بریدونه ترسره کړي.

تردې مهاله طالبانو د افغان دولت دغې ادعا ته کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.