لغمان کې د لېزري سلاح (بزبزک) ماهر او نښان ویشتونکی طالب ووژل شو.

لغمان کې د لېزري سلاح (بزبزک) ماهر او نښان ویشتونکی طالب ووژل شو.


  • 3 کاله دمخه (02/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1222

سمسور (یکشنبه د غویي ۱۲) د لغمان ولایت سیمه ییز مسؤولین په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو د لېزري سلاح یا بزبزک ماهر او نښان ویشتوونکي د وژلو خبر ورکوي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه راغلي، چې تېره شپه د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند بدیع آباد سیمه کې له ګډو افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د "مار شاکر" په نوم یو تن طالب چې د لېزري سلاح (بزبزک) ماهر او نښان ویشتوونکی و، ووژل شو، خو طالبانو تردې دمه د دولت دغې ادعا ته غبرګون نه دی څرګند کړی.

 د ۲۰۱ سیلاب قول اردو تېره ورځ هم په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د طالبانو یوه لویه ډله د یاد ولایت الیشنګ ولسوالۍ د زوړ الیشنګ سیمې څخه د شمکټ په لور روان وه، چې د دقيقو کشفي راپورونو پر اساس پرې توپچي قواوو هدفمند بريدونه ترسره کړي.

سرچینه همداشان زیاتوي، چې د یادو توپچي بریدونو پر مهال لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د لغمان ولایت په الیشنک، الینګار او دولت شاه ولسوالیو کې د دولت او طالب جنګیالو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ځایی سرچینو په وینا، چې دواړو لویو ته په بریدونو او نښتو کې تلفات اوښتي، خو کره شمېره یې لا نه ده مالومه.