طالبان دې د خبرو میز ته کیني

طالبان دې د خبرو میز ته کیني


  • 4 مياشتي دمخه (01/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 215

چین، روسیه، پاکستان او امریکا: طالبان دې د خبرو میز ته کیني.

 امریکا، روسیې، چین او پاکستان؛ افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت د بیا تاسیس مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې یاده ډله دې له افغان حکومت سره خبرو ته کیني.

تېره ورځ د مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړه شوې وه، چې د افغان حکومت سربېره په کې روسیې، چین، امریکا او د پاکستان استازیو ګډون کړی وو.

د یادې ناستې په تړاو د غړو هېوادونو  په مشترکه اعلامیه کې  په افغانستان کې د طالبانو له لوري روانه جګړه غندل شوې او له یادې ډلې غوښتل شوي، چې ژر تر ژره دې افغان حکومت سره خبرو ته کیني.

په یاده اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د پسرلنیو عملیانو له پیل ډډه وکړي او دغه راز افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودل شوې او د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.