لانجمنې سرحدي سیمې ۱۳ قرغزستاني وګړي وژلي

لانجمنې سرحدي سیمې ۱۳ قرغزستاني وګړي وژلي


  • 4 مياشتي دمخه (30/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 220

د تاجکستان او قرغزستان تر منځ د اوربند تر ټېنګېدو مخکې د یوې لانجمنې سرحدي سیمې پرسر نښته کې قرغزستان د وژل شویو خلکو شمېر ۱۳ تنه اعلان کړ.

د قرغزستان د روغتیا وزارت ویلي په دې نښته کې چې د دواړو لورو د اوسیدونکو د ډبرو له وارولو وروسته پیل شوې وه ۱۳۴ تنه ټپيان شوي هم دي.

د قرغزستان د باتکین پولیسو د تاجکستان اوسیدونکي ملامت کړي چې په کوکتاش کلي کې یې د دوی د اردو په یوه ډله ډزې وکړې.

د راپورونو له مخې د تاجکستان له لوري د قرغزستان اکسای کلي ته نږدې هم ډزې شوي.

د تاجکستان د سرحدي ګارډ ځواکونو د قرغزستان ادعا رد کړې. تاجکستاني چارواکو ویلي لومړی د قرغزستان پوځیانو د تاجکستان په پوله ساتو ځواکونو په ګالاونای سیمه کې ډزې وکړې.