امریکا افغانستان ته د خپلو سرتېرو د خوندي ایستلو لپاره ۶۵۰ سرتېري رالېږي.

امریکا افغانستان ته د خپلو سرتېرو د خوندي ایستلو لپاره ۶۵۰ سرتېري رالېږي.


  • 1 مياشت دمخه (27/04/2021)
  • خالد سهار
  • 130

سمسور (سه شنبه د غوایي ۷) د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان‎ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د خوندي ایستلو لپاره دغه هېواد ته نږدې ۶۵۰ سرتېري استوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ پر ۲۲مه نېټه د دوحې تړون له مخې ټاکلې شوه وه، چې د روانې اپرېل میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی، چې د روان کال د سپټمبر تر یوولسمې نېټې به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.

طالبانو د بایډن د پرېکړې هرکلی کړی، خو وړاندې یې دا هم ویلي وو، ښایي تر مۍ وروسته بهرني ځواکونه له بریدونو سره مخ شي.

د امریکا دفاع وزیر سیمې ته د بي -۵۲ الوتکو استولو سره هم هوکړه کړې، چې د اړتیا پر مهال پر امریکایي ځواکونو د طالبانو د حملو په صورت کې بریدونه وکړي.

د ویلو ده، چې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د بایډن پرېکړی، ډیری نړیوال اندېښمن کړي او زیاتوي، چې ښایي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.