چارواکي: نن د ۴۲ بندونو د جوړولو تړونونه لاسليکوو او چارې یې پيلوي.

چارواکي: نن د ۴۲ بندونو د جوړولو تړونونه لاسليکوو او چارې یې پيلوي.


  • 5 مياشتي دمخه (27/04/2021)
  • خالد سهار
  • 184

سمسور (سه شنبه د غوایي ۷) د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، ټاکل شوې نن په ۲۱ ولايتونو کې د ۴۲ لويو بندونو د جوړولو تړونونه لاسليک او چارې یې عملاً پيل کړي.

د یادې ادارې د مالوماتو پر بنسټ، د دغه بندونو په جوړولو ۵۷۲ ميليونه ډالر لګښت راځي چې په بشپړېدو سره به يې ۶۵ مېګا واټه برېښنا تولید کړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام الدين خپلواک همدا راز ویلي، نن سې شنبه د اوبو او برېښنا د مدیریت اوونۍ پيل شوه چې پرمهال به یې لسګونه بشپړې شوې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي او د سلګونو نورو پروژو کارونه به هم پيل شي.

باید یاده شي، چې په دې اړه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځانګړي مراسم هم نیول شوي دي.