د جګړې دوام؛ افغان ځواکونو ۱۰۶ طالبان وژلي.

د جګړې دوام؛ افغان ځواکونو ۱۰۶ طالبان وژلي.


  • 7 مياشتي دمخه (26/04/2021)
  • 354

سمسور (دوشنبه د غوایي ۶) افغان چارواکي وایي، چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له طالبانو سره متقابل بریدونو او نښتو کې د یادې ډلې ۱۵۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو په یاده موده کې د هېواد په غزني، مېدان وردګو، هرات، غور، بلخ، بدخشان، تخار، هلمند او کندهار ولایتونو په بېلا بېلو سیمو کې هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړي دي.

دغه وزارت ویلي، چې د یادو جلا عملیاتو پر مهال ۱۰۶ تنه طالبان وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره په همدې موده کې د طالبانو یو شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

بل لورته طالبانو د افغان دولت دغې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د روانې افغان جګړې ښکېل لوري یو او بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.