غزني کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله

غزني کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله


  • 3 مياشتي دمخه (26/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 219

سمسور( دوشنبه د غوایي ۴) افغان ځواکونو د غزني ښار ارزوی کلان سیمه کې پر طالبانو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د یادې ډلې ۱۱ غړي وژل شوي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي ، چې د یادو بریدونو له کبله د وسله والو اړوند یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طاابانو تراوسه په دې اړوند رسنیو ته څه نه دي ویلي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ هم د افغان ځواکونو له لوري د هېواد په ۵ ولایتونو کې ۹۰ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان ول.