تخار؛ پولیسو د خپلې مېرمنې قاتل نیولی

تخار؛ پولیسو د خپلې مېرمنې قاتل نیولی


  • 1 مياشت دمخه (25/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 160

تخار کې پولیسو هغه کس نیولی، چې خپله مېرمن یې وژلې وه.

سمسور(یکشنبه د غوایي ۶) د تخار ولایت مرکز څلورمه حوزه کې پولیسو د نصیر احمد په نوم هغه قاتل ونیو، چې د صفیې په نوم خپله شل کلنه مېرمن یې وژلې وه.

یاد کس له سیمې څخه د تيښتې پر مهال د ولسي خلکو په همکاري د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

په ورته مهال بیا د هرات په انجیل ولسوالي کمر کلاغ سیمه کې هم د نامالومه وسله والو له لوري یوه مېرمن او دوه نارینه په ډزو وژل شوي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد هم یاده پېښه مني؛ خو وایي، چې پېښه تر څېړنو لاندې ده او د عاملینو د نیولو هڅې پیل شوي.

د فرهاد په خبره د پېښې علت اخلاقي فساد دی.