روانه جګړه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو ۱۴۹ طالبان وژلي.

روانه جګړه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو ۱۴۹ طالبان وژلي.


  • 4 مياشتي دمخه (23/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 152

سمسور (جمعه د غوایي ۳) افغان چارواکي ادعا کوي، چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۹ طالبان وژلي او ۷۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د ملي دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دغه طالبان ګډو افغان ځواکونو سره په مخامخ بریدونو او نښتو کې وژل شوي دي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، د دغو بریدونو پر مهال د یادې ډلې زیات شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي.

سرچینه زیاتوي، دغه طالبان د هېواد غزني، ننګرهار، هرات، پکتیا، بلخ، غور، هلمند او کندهار ولایتونو په مختلفو سیمو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

له بل لوري بیا تر دې دمه طالبانو د دغو بریدونو په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.