ننګرهار کې اته تنه د داعش په تور نیول شوي.

ننګرهار کې اته تنه د داعش په تور نیول شوي.


  • 2 مياشتي دمخه (23/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 96

سمسور (جمعه د غوایي ۳) د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي، د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي امنیت ۲۰۰ قطعې د عملیات پر مهال اته تنه د داعش غړو په تور نیول شوي دي. 

یاد دفتر همداشان وایي، لومړني معلومات ښیي، چې دوی په يو شمېر هدفي وژنو کې لاس درلود. 

سرچینه زیاتوي، چې تورن کسانو سره دوه ميله تفنګچې، يو عراده موټرسايکل، ۱۴ سيټه مبايلې او دغه راز نور توکي نيول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه دفتر تر دې وړاندې په جلا خبر پاڼو کې د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال د ۳۶ طالبانو د وژلو او ۲۱ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.