افغان ځواکونو غزني کې ۴۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

افغان ځواکونو غزني کې ۴۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.


  • 7 مياشتي دمخه (22/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 273

سمسور (پنجشنبه د غوایي ۲) افغان ځواکونو تېره ورځ د هوايي ځواک په ملاتړ د غزني په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي، چې ۴۴ طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د غزني په مرکز، اندړ او قره باغ ولسوالیو کې پر طالبانو چاڼیز علمیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یادې ډلې ۲۴ غړي وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

 د سرچینې د مالوماتو له مخې په ترسره شویو عملیاتو کې د طالبانو ۳ موټرسایکلونه، یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او دغه راز ۸ بېلابېل ډول ماینونه، چې یادې ډلې مقر او قره باغ ولسوالیو کې ځای پر ځای کړي وو، هم د افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ افغان ځواکونو د زابل په دوه ولسوالیو کې هم شاوخوا ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.