د عامې مقالې اجزا

د عامې مقالې اجزا


  • 4 مياشتي دمخه (22/04/2021)
  • ذکریا رحیمي
  • 388

د عامې مقالې اجزا 

۱ – موخه : مخاطب کېدنه / د یوې پوښتنې ځواب

 

۲ – مقدمه : د مقالې دا برخه له لوستونکي سره مرسته کوي چې په دې پوه شي چې تاسې د څه په اړه لیکل کړي، ولې د یو څه کول غواړی او څرنګه به موخې ترلاسه کړئ.

 

۳ – د متن په اړه مالومات : د مقالې پیل باید په یوه مقدماتي جمله وي تر څو لوستونکی په دې پوه شي چې لیکنه مو د څه په اړه ده. دا جمله ممکن د موضوع تعریف وي، ممکن د موضوع اړین ټکي وي، ممکن داسې جمله وي چې لوستونکی د لیکنې لوستلو ته هڅوي، له موضوع سره تړاو لرونکی متل او یا وینا وي، ممکن د لیکنې د متن یوه اړینه برخه وي.

 

۴ – موخه : په دې برخه کې باید دا ولیکل شي چې ولې مو مقاله لیکلې د لیکلو موخه مو پکې روښانه کړئ. یوه بېلګه ” د جنین د سقط یا اولاد لرې کولو په اړه مو نظر څه دی ؟ ” نو که ستاسې مقاله د جنین د سقط په اړه وي په دې برخه کې مو باید د همدې پوښتنې ځواب لیکلی وي چې ولې باید د جنین سقط قانوني یا غېرې قانوني وي د خپلو دلایلو لنډیز مو پکې راغونډ کړی وي. مقاله مو باید له پیل څخه تر پایه د همدې موضوع په اړه بحث وي.

 

۵ – اصلي پراګراف : په دې برخه کې د متن تقریبا ۱۵ ځانګړي ټکي وي. د بېلګې په توګه که پوښتنه داسې وي “د بازار د اقتصاد ګټې څه دي ؟” نو ځواب باید داسې وي “د شرکتونو ازادي/ د حکومت کمه مداخله/ نوښت/ د قیمت میکانیز او د خوښې ازادي او، …” په دې برخه کې یوازې د ګټو نوملړ نه لیکل کیږي بلکې د هر یوه باید تشرېح ولیکل شي. لمړی باید ګټې یادې شي، په دوېم ګام کې تاسې لوستونکو دا ووایی چې تاسې ولې په دې ټکو باور لری، څوک، څرنګه او ولې ګټه ترې اخلي. د هر ټکي لپاره تاسې لږ نه لږ څلور جملو ته اړتیا لرئ تر څو یې په یوه اکادیمکه طریقه تشرېح کړی. د ځانګړي ټکي په تشرېح کې یوازې په همدې ټکي خبرې وکړئ او له هغه څه لیکلو ډډه وکړئ چې له ټکي سره تړاو نلري.

 

۶ – تشرېح / پراخونه : په دې برخه کې د ټکو د تشرېح جملې تشرېح کیږي تر څو لوستونکي په دې وپوهیږي چې موضوع څه رانغاړي او ستاسې لرلید ورته روښانه شي. په پورته بېلګې کې مونږ د شرکتونو ازادي یاده کړه ممکن له دې اصطلاح سره ډېر لوستونکي اشنا نه وي نو له دې امله تاسې باید داسې ولیکئ “د شرکتونو ازادي هغه وخت رامنځته کیږي کله چې دولت د پانګونې قوانین اسانه کړي، او هر چا ته بې له دې چې جنسیت او تابعیت یې په نظر کې ونیسي، تجربې ته یې کتنه وکړي، د عاید وضعیت ته یې کتنه وکړي د هر ډول سوداګرۍ اجازه ورکړي.” که چېرې تاسې د خپلو ځانګړو ټکو سمه تشرېح په دې برخه کې ونکړی نو لوستونکي به مو خپلې ناسمې فرضیې سره لوست ته ادامه ورکړي.

 

۷ – په شواهدو یا ثبوتونو باندې د حقایقو ملاتړ : که تاسې غواړی چې اکادمیک لیکولان شی نو په مقاله کې له افواهاتو لیکلو ډډه وکړئ. په دې ډول افواهاتو کې د هغو خلکو شخصي نظریات هم شامل دي چې مسلکي نه وي او یا که مسلکي هم وي په خپل مسلک کې په یو څه د نظر ورکولو کافي وړتیا نلري. کله هم چې لیکل کوی نو د یوې وینا یا نظر سرچینه باید یاده کړئ، د سرچینې د یادولو تر څنګ د باوریتوب یادونه وکړئ لکه نړیوال بانک یا وال سټریټ جورنال ښي چې د شرکتونو ازادي د دندو په زیاتېدو کې مرسته کوي، د توکو انتقال اسانه کوي، د صادراتو په زیاتېدو کې مرسته کوي، … په دې برخه کې ډېر د سرچینو په قولونو تکیه هم مه کوئ او که چېرې دا چاره بې کچې تکرار شي نو ستاسې اکادمیک او د پوهې د نظر خپلواکي ته زیان اړوي. د دې چارې د مخنیوي لپاره د سرچینو ترمنځ د سرچینو د مالوماتو تعبیر یا تشرېح کوئ. سرچینې باید تر ۱۰ % زیاتې نه وي او ۹۰ % ستاسې خپله تشرېح وي کومه چې تاسې په سرچینې د تاید وړ کوی.

 

۷ – د پراګراف پای کې د فکر پایله : کله هم چې د یوه ټکي د تشرېح پراګراف پای ته رسوئ نو تاسې یې باید په داسې جمله پای ته ورسوئ چې د پراګراف په ټول متن کې د شاملېدو ښودنه وکړي.

 

تر دې دمه لوستونکی په هر څه پوه شوی او چمتو دی چې په بل پراګراف کې د بل ټکي په اړه “د حکومت کمه مداخله” په اړه تشرېح ولولي. د جملې په پیل کې دوېم ټکی راواخلئ، تشرېح یې کړئ، له یوې باوري سرچینې سره تړاو ورکړئ او پای کې لوستونکي ته وښیئ چې ګټه یې چاته، ولې او څرنګه رسیږي. د مقالې تر پایه خپل ټول پنځلس پورته اړین یاد شوي ټکي په همدې ترتیب تشرېح کړئ.

 

۸ – پایله : کله چې تاسې ټول ټکي په متن په جلا پراګرافونو کې تشرېح کړئ نو پای کې پایله تر ټولو وروستی پراګراف وي. په دې پراګراف کې تاسې د ټولې موضوع په لنډیز کولو د خپل لرلید ملاتړ کوی.

 

مالوماتي مقاله

موخه : لوستونکو ته یو څه ور زده کول / د یوې ځانګړې موضوع په اړه د لوستونکو پوهه زیاتول

 

۱ – مقدمه : په مقدمه کې د عامې مقالې په څېر لیکل کیږي توپیر یې عام مالومات او په خپل طبیعت کې د پوهې خپرونکې وي. غټ ټکي څېړنې او موندنې وي. د عامې مقالې بېلګه لاندې وګورئ

 

د عامې مقالې بېلګه وګورئ >>> مقدمه : د مقالې دا برخه له لوستونکي سره مرسته کوي چې په دې پوه شي چې تاسې د څه په اړه لیکل کړي، ولې د یو څه کول غواړی او څرنګه به موخې ترلاسه کړئ.

 

۲ – د متن تنه : د متن په تنه کې لکه د عامې مقالې تشرېح، شواهد یا ثبوتونه او پایله وي.

 

د عامې مقالې بېلګه وګورئ >>> موخه : په دې برخه کې باید دا ولیکل شي چې ولې مو مقاله لیکلې د لیکلو موخه مو پکې روښانه کړئ. یوه بېلګه ” د جنین د سقط یا اولاد لرې کولو په اړه مو نظر څه دی ؟ ” نو که ستاسې مقاله د جنین د سقط په اړه وي په دې برخه کې مو باید د همدې پوښتنې ځواب لیکلی وي چې ولې باید د جنین سقط قانوني یا غېرې قانوني وي د خپلو دلایلو لنډیز مو پکې راغونډ کړی وي. مقاله مو باید له پیل څخه تر پایه د همدې موضوع په اړه بحث وي.

 

اصلي پراګراف : په دې برخه کې د متن تقریبا ۱۵ ځانګړي ټکي وي. د بېلګې په توګه که پوښتنه داسې وي “د بازار د اقتصاد ګټې څه دي ؟” نو ځواب باید داسې وي “د شرکتونو ازادي/ د حکومت کمه مداخله/ نوښت/ د قیمت میکانیز او د خوښې ازادي او، …” په دې برخه کې یوازې د ګټو نوملړ نه لیکل کیږي بلکې د هر یوه باید تشرېح ولیکل شي. لمړی باید ګټې یادې شي، په دوېم ګام کې تاسې لوستونکو دا ووایی چې تاسې ولې په دې ټکو باور لری، څوک، څرنګه او ولې ګټه ترې اخلي. د هر ټکي لپاره تاسې لږ نه لږ څلور جملو ته اړتیا لرئ تر څو یې په یوه اکادیمکه طریقه تشرېح کړی. د ځانګړي ټکي په تشرېح کې یوازې په همدې ټکي خبرې وکړئ او له هغه څه لیکلو ډډه وکړئ چې له ټکي سره تړاو نلري.

 

تشرېح / پراخونه : په دې برخه کې د ټکو د تشرېح جملې تشرېح کیږي تر څو لوستونکي په دې وپوهیږي چې موضوع څه رانغاړي او ستاسې لرلید ورته روښانه شي. په پورته بېلګې کې مونږ د شرکتونو ازادي یاده کړه ممکن له دې اصطلاح سره ډېر لوستونکي اشنا نه وي نو له دې امله تاسې باید داسې ولیکئ “د شرکتونو ازادي هغه وخت رامنځته کیږي کله چې دولت د پانګونې قوانین اسانه کړي، او هر چا ته بې له دې چې جنسیت او تابعیت یې په نظر کې ونیسي، تجربې ته یې کتنه وکړي، د عاید وضعیت ته یې کتنه وکړي د هر ډول سوداګرۍ اجازه ورکړي.” که چېرې تاسې د خپلو ځانګړو ټکو سمه تشرېح په دې برخه کې ونکړی نو لوستونکي به مو خپلې ناسمې فرضیې سره لوست ته ادامه ورکړي.

 

په شواهدو یا ثبوتونو باندې د حقایقو ملاتړ : که تاسې غواړی چې اکادمیک لیکولان شی نو په مقاله کې له افواهاتو لیکلو ډډه وکړئ. په دې ډول افواهاتو کې د هغو خلکو شخصي نظریات هم شامل دي چې مسلکي نه وي او یا که مسلکي هم وي په خپل مسلک کې په یو څه د نظر ورکولو کافي وړتیا نلري. کله هم چې لیکل کوی نو د یوې وینا یا نظر سرچینه باید یاده کړئ، د سرچینې د یادولو تر څنګ د باوریتوب یادونه وکړئ لکه نړیوال بانک یا وال سټریټ جورنال ښي چې د شرکتونو ازادي د دندو په زیاتېدو کې مرسته کوي، د توکو انتقال اسانه کوي، د صادراتو په زیاتېدو کې مرسته کوي، … په دې برخه کې ډېر د سرچینو په قولونو تکیه هم مه کوئ او که چېرې دا چاره بې کچې تکرار شي نو ستاسې اکادمیک او د پوهې د نظر خپلواکي ته زیان اړوي. د دې چارې د مخنیوي لپاره د سرچینو ترمنځ د سرچینو د مالوماتو تعبیر یا تشرېح کوئ. سرچینې باید تر ۱۰ % زیاتې نه وي او ۹۰ % ستاسې خپله تشرېح وي کومه چې تاسې په سرچینې د تاید وړ کوی.

 

د پراګراف پای کې د فکر پایله : کله هم چې د یوه ټکي د تشرېح پراګراف پای ته رسوئ نو تاسې یې باید په داسې جمله پای ته ورسوئ چې د پراګراف په ټول متن کې د شاملېدو ښودنه وکړي.

 

تر دې دمه لوستونکی په هر څه پوه شوی او چمتو دی چې په بل پراګراف کې د بل ټکي په اړه “د حکومت کمه مداخله” په اړه تشرېح ولولي. د جملې په پیل کې دوېم ټکی راواخلئ، تشرېح یې کړئ، له یوې باوري سرچینې سره تړاو ورکړئ او پای کې لوستونکي ته وښیئ چې ګټه یې چاته، ولې او څرنګه رسیږي. د مقالې تر پایه خپل ټول پنځلس پورته اړین یاد شوي ټکي په همدې ترتیب تشرېح کړئ.

 

۳ – پایله : د عامې مقالې په څېر په دې برخه کې د ځانګړو ټکو لنډیز بیا ځلې یادیږي. د اړینو ټکو عمده لنډیز وي.

 

د عامې مقالې بېلګه وګورئ >>> پایله : کله چې تاسې ټول ټکي په متن په جلا پراګرافونو کې تشرېح کړئ نو پای کې پایله تر ټولو وروستی پراګراف وي. په دې پراګراف کې تاسې د ټولې موضوع په لنډیز کولو د خپل لرلید ملاتړ کوی.

 

د جورنال مقاله

په دې ډول مقاله کې تاسې خپله پوهه، لرلید او احساس په خپلې اکادمیکه تیوري کې له لوستونکو سره شریکوی.

 

۱ – مقدمه : په دې برخه کې تاسې خپل ځان نورو ته ورپېژنی، لوستونکو ته د خپلې تجربې په اړه وایی. په دې برخه کې له داسې څه لیکلو ډډه وکړئ چې ستاسې د شخصي تجربې په تړاو نه وي. جوړښت یې ډېر هم اړین ندی ځکه چې هیڅوک تاسې ته نشي ویلای چې څرنګه د خپلې کیسې ترتیب په چوکاټ کې ځای کړئ ته پرې خپله ښه پوهیږې. که چېرې د ابهام مخه نیول غواړه نو د شالید په اړه مالومات ولیکئ. په دوېم ګام کې د متن په اړه یوه جمله او یوه عمده تشرېح ولیکئ، دا له لوستونکو سره مرسته کوي چې په دې پوه شي چې ته څوک یې او موضوع د څه په اړه ده.

 

 

۲ – د متن تنه : په هر پراګراف کې لکه د عامې مقالې په څېر یو ځانګړی ټکی یاد کړئ او تشرېح یې کړئ. د وخت ترتیب ته پام وکړئ له اوسهال د تېر په لور یا له تېر وخت څخه د اوسمهال لور ته پراګرافونه ترتیب کړئ. ناسم بېلګه دلته وګورئ ” انټرویو ته ولاړم، دنده مې پیدا کړه، انټرویو ته مې ځان چمتو کړ” دا بېلګه که چېرې په وخت کې نه وي ترتیب شوي ډېره بې مانا کیږي سمه بېلګه، ” دنده مې پیدا کړه، انټرویو ته مې ځان چمتو کړ، انټرویو ته ولاړم “.

 

۳ – پاېله : په پایله هڅه وکړئ چې د خپل ژوند اکادمیک اړخ باندې څه ولیکی. د خپلو تېروتنو پر ځای لوستونکو ته ووایئ چې څرنګو مو پرمختګ وکړ، یوې پېښې مو څرنګه له فکري ودې سره مرسته وکړ، …

 

ساینسي راپور لیکنه

موخه : د یوې ستونزې د حل لپاره څېړنه / د یو څه په طبیعت پوهېدنه

 

۱ – اصلي عنوان : اصلي عنوان باید دا تشرېح کړي چې مطالعه د څه په اړه ده. مالومات هم باید د داسې څه په اړه وي چې څېړنه یې یوازې ساینس کوي. په دې برخه کې د لیکوال نوم، تاریخ او داسې نور اړین مالومات هم لیکلای شی.

 

۲ – د راپور لنډیز یا (abstract)

په انګرېزۍ کې ورته (synopsis) هم وایي. په دې برخه کې د راپور لنډیز لیکل کیږي چې له پیل تر موخې پورې لنډه تشرېح وي لکه د طریقو تشرېح، د قضیو یا فرضیو تشرېح، پایلې، سپارښتنې. دا برخه له لوستونکو سره مرسته کوي چې په متن کې په لیکلې موضوع پرته له دې چې هر څه په تفصیل ولولي پوه شي.

 

۳ – منځپانګه یا فهرست

په دې برخه کې مطالب ولیکئ، په متن کې د مطالبو موقیعت ولیکئ، ترتیب او جوړښت ته یې پام وکړئ.

 

۴ – مقدمه : ډیر خلک په دې ډول راپور کې د مقدمې او د راپور د لنډیز ترمنځ توپیر نکوي. دا برخه د راپور لنډیز ندی. په دې برخه کې لکه د عامې مقالې په څېر د ځانګړو ټکو یادونه کیږي، هر ټکی په څو جملو کې تشرېح کیږي، د څېړنې په اړه تشرېح لیکل کیږي، د موخې یادونه کیږي.

 

۵ – میتودولوجي : په ساینسي راپور کې دا برخه ډېره اړینه ده، که چېرې دې برخه کې تېروتنې وشي نو راپور خپل اعتبار له لاسه ورکوي. په دې برخه کې مربوطې سرچینې په مناسبه توګه ترتیب کړئ ؛ نوښت تمرین کړئ خو میتود مو تجربوي وښیئ.

 

۶ – پایلې : په دې برخه کې تاسې ټول مالومات راغونډوی، د مالوماتو طبقه بندي کوی، په کټګوریو یې وېشی او له مطالعې سره په تړاو یې پایلې ګروپ کوی.

 

۷ – پایله : په دې برخه کې د بدلون، ودې او اړیکوپه اړه مالومات لیکل کیږي او د همدې په اړه دلایل او تعبیر لیکل کیږي. پټې ماناګانې پکې تشرېح کیږي.

 

۸ – سپارښتنه : کله چې لوستونکي په دې پوه شي چې په مطالعه کې څه دي، د دوي لپاره څه مانا لري نو له دې وروسته باید د کارونې په اړه مالومات ورکړل شي چې څېړنه په راتلونکې کې څرنګه وکاروي او یا پکې ښه والی رامنځته کړي.

 

۹ – د سرچینو نوملړ : په دې برخه کې ټولې هغه سرچینې لیکل کیږي چې له څېړنې مخکې، د څېړنې په دوران کې او یا له څېړنې وروسته د څېړنې لپاره کتل شوې وي. سرچینه مو باید اکادمیکه او د اعتبار وړ وي.

 

۱۰ – ضمیمه : په دې برخه کې تاسې کولای شی د اسې مالومات له راپور سره ضمیمه کړی چې له راپور سره مستقیمه اړیکه نلري خو د راپور په پوهېدنه کې له لوستونکو سره مرسته کوي لکه چارټ، ګراف او داسې نور خو که مو راپور ډېر اوږد وي نو اړینه هم نده.

 

د سوداګریز راپور لیکنه

موخه : د سوداګریزې ستونزې په ګوته کول

 

۱ – اجرایي لنډیز : د مدیریتي لنډیز په نامه هم یادیږي. په دې لنډیز کې د راوپور ټول لنډیز لیکل کیږي او که چېرې لوستونکی یې ولولي پرتله د بشپړ راپور له لوستلو په ټول راپور پوهیږي. په دې لنډیز کې مقدمه، موخه، میتودولوجي، بحث، پایله او سپارښتنه شامل وي. او یاد اجزا لوستونکی په ټول راپور پوه کوي.

 

۲ – مقدمه : لکه څرنګه چې راپور د ستونزې په ګوته کولو لپاره وي له همدې امله د ستونزې په اړه لنډه مخینه په مقدمه کې لیکل کیږي چې څرنګه پیل شوې، کله او څه وشو، …

 

۳ – د مالوماتو را ټولونه : د راپور پایله مو ستاسې لخوا کارول شوي مالومات ټاکي. که چېرې د مالوماتو سرچینه مو د اعتبار وړ نه وي او یا مو مالومات په کافي اندازه ګټور نه وي نو لوستونکی به یې په لوست کې علاقه ونلري. په راوپور کې باید د اعتبار وړ مالومات راټول شوي وي. له غېرې رسمي سرچینو هېڅکله کار مه پکې اخلئ.

 

۴ – د مالوماتو څېړنه او یا تعبیر : له هرې سرچینې د ترلاسه کړو مالوماتو په اړه باید لوستونکی ته د پایلو اعتبار تشرېح کړئ، د مالوماتو نیمګړتیاوې اوحدود ورته وښیئ. که چېرې مالومات مو ناقص وي نو ټول بهیر مو د خطر په معرض کې لویږي او ممکن تاسې اړ شی چې هر څه بیا له پیل څخه وکړئ. له همدې امله دا برخه ډېره اړینه ده. خو که چېرې دا برخه په مناسبه طریقه لیکل شوې وي نو تاسې ته د بل حیاتي پړاو لار پرانیزي.

 

۵ – پایلې ته رسېدنه : د سوداګرۍ په اړینو عناصرو باندې د یوه تغیر کوونکي د اغیز د پوهېدو لپاره باید تاسې خپله سوداګریزه پوهه وکاروئ. بېلګه : د کار کوونکي، چلند، تولید، قیمتونو، بازار، عامه انځور، پلور، ګټې او تسوې ترمنځ خپلمنځي اړیکه موجوده وي. تاسې باید دلته خپله څېړنیزه او د ارزونې وړتیا د ځانګړو کړنو د ارزښت او ربط په قضاوت وښیئ له هغه څه سره یې تړاو وښیئ کوم چې د سوداګرۍ بریا ټاکي او ستونزه حل کوي. په دې مانا چې تاسې د یو یوې ستونزې ګټه او تاوان په ګوته کوی او په مدیریت کې د ښه کېدو هڅه کوی او د تعقیب لپاره د کړنو تر ټولو ښه لار غوره کوی.

 

۶ – سپارښتنه کول : کله مو چې پورته برخو کې ګټې او تاوانونه په ګوته کړل. په دې برخه کې د سم غوراوي یا انتخاب سپارښتنه وکړئ. دا برخه له احساساتو یا نظریاتو نه وي جوړه بلکې د ګټې او تاوان پرتله کوونه وي. د منفي اغیز لرونکي پر ځای مثبت بدیل وي.

 

۷ – د موخو بیا طرحه : معمولا پورته څېړنې ښي چې ځینې موخې د شرکت لپاره زیان اړونکې او یا هم نه ترلاسه کېدونکې دي او یا یې د ترلاسه کولو مصرف ډېر زیات دی. په دې برخه کې باید سمارټ موخو ته ځای ورکړل شي (په دې برخه کې ځینې وخت د نوي تولید وړاندیز یا طرحه، د ادارې بیا تشکیل، نوي بازار ته داخلېدنه او داسې نور شامل وي).

 

۸ – سرچینې : په دې برخه کې اداره ستاسې مالي، فزیکي او د توکو سرچینو ته کتنه کوي.

 

۹ – بودیجه : په دې برخه کې باید دا ولیکئ چې د کومو موخو لپاره څومره، په څه، کله او څرنګه باید مصرف شي. احتمالي پلان او پټو لګښتونو ته پکې پام وکړئ.

 

۱۰ – کاري یا عملیاتي پلان / پلي کوونه : په دې برخه کې ولیکئ چې څرنګه دې وړاندیز شوي پلان پلي شي.

 

۱۱ – د کنټرول میکانیزم او دوامداره ښه والی :

 

په قضې یا یوه حالت باندې د مقالې لیکل

موخه : د ژوند په حقیقي ستونزو کې د تیوري پلي کوونه، د دې ښودنه چې ستونزه څرنګه هوارېدای شي.

 

۱ – مقدمه : په دې برخه کې تاسې لوستونکي له یوه حالت سره اشنا کوی. د وضعیت لنډیز پکې لیکی. له لوستونکو سره مرسته کوی چې پوه شي چې کومې ستونزې باید هوارې شي، ولې باید هوارې شي او څرنګه باید هوارې شي. د قضې په مقاله کې ممکن د سوداګریزې ستونزې تجربه وي، ممکن حقوقي قضیه وي، ممکن کوم ځانګړی مطلب وي.

 

۲ – د متن تنه : په دې برخه کې تاسې د پورته لنډیز تشرېح لیکی. له پیل څخه د ستونزې یادونه کوی او خپله تیوري پکې کاروی، له اکادمیک کنوانسیون سره یې تړاو ښیی. ترتیب یې داسې وکړئ : د موضوع جمله، تشرېح، شواهد یا ثبوت او د پایلې جمله.

 

۳ – پایله : لکه د عامې مقالې په څېر په دې برخه کې تاسې لوستونکو ته وریادوی چې د څه په اړه مو موضوع کې خبرې کولې. دا ورته وایی چې څرنګه ستاسې تیوري د حالت یا قضې له ځانګړنو سره برابره ده. ځینې تیوریانې په دې برخه کې داسې سپارښتنې کوي چې په راتلونکې کې له ورته حالت سره مرسته کوي.