داسیا پراختیایي بانک افغانستان سره د کرونا واکسین په برخه کې مرسته تصویب کړه.

داسیا پراختیایي بانک افغانستان سره د کرونا واکسین په برخه کې مرسته تصویب کړه.


  • 7 مياشتي دمخه (21/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 344

سمسور (چهارشنبه د غويي ۱) د اسیا پراختیایي بانک د پنځوس میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه. چې له افغانستان سره به د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د واکسین په خاطر ترسره شي.

د یاد بانک په خبر پاڼه کې راغلي، چې په یادو پیسو به شپږ میلیونه ډوزه واکسین وپیرل شي او افغانستان ته به واستول شي.

د اسیا پراختیایي بانک رییس ماساڅوګو اساکاوا وویل، دا پنځوس میلیونه ډالر دا ډاډ راکولی شي، چې افغانان به د کرونا ضد ښه واکسین ترلاسه کړي.

د یاد بانک په راپور کې وړاندې راغلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا له امله د افغانستان د خلکو عواید سړي سر پنځه په سلو کې کم شوي دي او بې کاري هم تر وړم کال ۱۴ په سلو کې زیاته شوې ده.

باید یاده شي، چې اوس مهال په ټول افغانستان کې په کرونا ویرس ۵۸ زره ۲۱۴ کسان اخته شوي، چې ۲ زره ۵۵۷ تنه د یاد ویرس له امله مړه شوي او له ۵۲ زرو ډېر کسان ترې بېرته رغېدلي دي.