افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو زندان مات کړ.

افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو زندان مات کړ.


  • 3 مياشتي دمخه (20/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 185

سمسور (سه شنبه د وري ۳۱) افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو هغه زندان مات کړی، چې ۲۸ ملکي کسان پکې بندیان وو.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره شپه افغان کومانډو ځانګړو ځواکونو د یاد ولایت موسی قلعه ولسوالۍ اړوند سیمه کې هدفمند عملیات ترسره کړي.

یاد وزارت وایي، چې د دغو عملیاتو پر مهال ۲۸ ملکي کسان، چې طالبانو سره بندیان، وو ازاد کړای شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې همداشان د یادو عملیاتو پر مهال ۶ طالبان وژل شوي او د دوی یو شمېر وسلې او مهمات د ځواکونو لاسته یې ورغلي دي.

تر اوسه پورې طالبانو د دولت دغې ادعا ته کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.