اي پي ایل کې تر دې دمه زیاتې منډې چا کړي؟

اي پي ایل کې تر دې دمه زیاتې منډې چا کړي؟


  • 2 اونۍ دمخه (19/04/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 62

د ای پي ایل د څوارلسم پړاو لوبې په هندوستان کې د اته لوبډلو تر منځ روانې دي. تر دې دمه د یاد پړاو ۱۱ لوبې ترسره شوي، چې رویال چیلنجر بنګلور لوبډله په پواینټ ټیبل کې تر ټولو مخکې ده او درې لوبو کې یې درې واړه ګټلي او ۶ نمرې لري.

د ای پي ایل څوارلسم پړاو کې تر اوسه پورې د ډیلي کپیټلز لوبډلې لوبغاړي شېکر دوان تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې دي. دوان په درې پاڼیو کې تر اوسه ۱۸۶ منډې جوړې کړي او په ۶۲ اوریج لوبیدلی دی. دوهم ځای کې بیا د رویال چیلنجر بنګلور لوبډلې لوبغاړی ګلین مکسویل دی. ده تر اوسه په درې اننګزونو کې ۱۷۶ منډې جوړې کړي دي او په ۵۸ اوریج لوبیدلی دی.

دریم ځای کې بیا د پنجاب کینګز لوبډلې لوبډلمشر کېل راهول قرار لري. ده تر اوسه ۱۵۷ منډې جوړې کړي دي او په ۵۲ اوریج لوبیدلی دی.

د هندوستان غوره لیګ په څوارلسم پړاو کې تر ټولو زیاتې ویکټې تر اوسه پورې د بنګلور لوبډلې لوبغاړي هرشل پټیل اخیستي دي. ده په درې لوبو کې ۹ لوبغاړي تر اوسه سوځولي دي. په دوهم ځای د ممبيي انډینز لوبډلې لوبغاړی راهول چاهار دی. چاهار په درې لوبو کې ۷ لوبغاړي سوځولي دي او دریم ځای کې بیا د کلکتې لوبډلې لوبغاړی انډري رسل قرار لري. رسل تر اوسه په درې لوبو کې ۶ لوبغاړي سوځولي دي.

باید یاده شي، چې د منډو جوړونکو او ویکټو اخیستونکو کې هره ورځ تغییر راتللی شي.