د سولې پروسه او د ملا برادر زنداني کیدل

د سولې پروسه او د ملا برادر زنداني کیدل


  • 3 کاله دمخه (17/04/2021)
  • نویداحمد څرک
  • 1393

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لس کاله پاکستان کې په دې نوم نادرکه و چې ګنې هغه زنداني دی.

څو ځل خو د وخت ولسمشر حامد کرزي پاکستاني حکومت سره خبرې وکړې چې غني برادر د سولې پروسې د پيل لپاره خوشې کړي، خو پاکستان له افغان حکومت سره دا خبره و نه منله.

پاکستان پوځ او استخباراتو ډير کوشش وکړ او په کې بریالي هم شول چې ملا عبدالغني برادر لوی سړی وښيي او د سولې پروسه کې یې مهم کس یاد کړي.

پاکستان په دې تبلیغاتو کې بریالی شوی و، ډیرو داسې فکر کو چې که ملا غني برادر په طالبانو کې نه وي، طالبان هیڅکله سوله نه غواړي او سوله نه کوي.

د سولې لپاره ملا برادر یو منځلاری کس معرفي شو، او د هغه لپاره ډیرې هڅې وشوې چې په حامدکرزي په حکومت کې د پاکستان له زندان خوشې شي، خو داسې و نه شوه.

ملا برادر دوه کاله وړاندې کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات پيل کیدل، خوشې شو او له هغه ځایه قطر ته لاړ او د سیاسي دفتر مشري یې پر غاړه واخیسته.

خو وروسته مالومه شوه چې ملا برادر په پاکستان کې زنداني نه و او دا موضوع له طالب چارواکو هم پټه ساتل شوې ده.

کله چې ملا عباس ستانکزی د قطر دفتر کې حاشیې ته شو، همغه وخت کې یې دا موضوع راپورته کړه چې ملا برادر زنداني نه و، بلکې د پاکستان پوځ او استخباراتو سره میلمستون کې و چې د زندان په موده کې یې واده هم کړی او دوه اولادونه یې هم شوي دي.

دا موضوع هغه مهال راپورته شو چې ملا عبدالغني برادر ته د قطر دفتر کې زیات پرتوکولو ورکول شو او واکونه او صلاحیتونه یې هم زیات و.

دا موضوع د ملا برادر لپاره هم د حیرانتیا وړ وه چې څنګه یې د څنګ ملګرو یوه داسې موضوع راپورته کړه چې لس کاله زندان یې هم تر سوال لاندې راغی.

دا موضوع بیخي ډاګیزه شوه او طالبانو منځ کې یې یو شور جوړ کړ چې څنګه ملا برادر د زندان په اړه خپلو قومندانانو ته دروغ ویلي، ځکه ملا برادر زنداني نه و او خلکو ته یې ویل چې هغه زندان کې دی.

خو کله چې ملا عباس ستانکزي د ملا غني برادر د واده او اولادونو موضوع رابرسیره کړه او په دې تړاو کره شواهد او ثبتونه هم و، له ټولو طالبانو سره پوښتنه پيدا شوه چې ملا عبدالغني برادر په زندان کې و، که د پاکستان د پوځ او استخباراتو په روزنځای کې چې هغه به یې د سولې لپاره روزلی وي.