د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: تېرو ۱۲ کلونو کې د جګړو او نښتو له کبله څه باندې ۹۰ زره ملکیان مړه او ژوبل دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: تېرو ۱۲ کلونو کې د جګړو او نښتو له کبله څه باندې ۹۰ زره ملکیان مړه او ژوبل دي.


  • 7 مياشتي دمخه (17/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 517

سمسور (شنبه د وري ۲۸) له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په افغانستان کې د جګړو او نښتو له کبله تر ۳۱ زره ډېر ملکيان وژل شوي دي. 

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي، جګړې لا هم د ملکي افغانانو د ژوند لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی او د روانې جګړې تر ټولو ډېر زیانونه ملکيان ګالي.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، په تېرو ۱۲ کلونو کې جګړو تر ۳۱ زره ډېر افغانان وژلي دي او تر ۶۰ زرو زیات شمېر یې ژوبل کړي دي.

اعلامیه زیاتوي، په مړه شویو ملکیانو کې تر څلور زره ډېر ماشومان او شاوخوا دوه زره مېرمنې شاملې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون داسې مهال دا اعلامیه خپروي، چې دلته دا روان ناورین د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو هم غندلی و او د جګړې له ښکېلو خواوو یې د تلپاتې اوربند غوښتنه کړې وه.