د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي امنیتي پلان لاسلیک شو.

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي امنیتي پلان لاسلیک شو.


  • 3 مياشتي دمخه (16/04/2021)
  • خالد سهار
  • 218

سمسور (جمعه د وري ۲۷) د ملي امنیت شورا دفتر وایي، دا پلان تېره ورځ د دې شورا د مرستیال عبادالله عباد او د ترکمنستان له لوري د ټاپي د مدیر محمد متیرات امانوف تر منځ لاسلیک شوی دی.

سرچینه وایي، د ټاپي امنیتي پلان د څو هېوادونو د هغې لویې پروژې له تطبیق او ودې سره مرسته کوي چې له ترکمستانه جنوبي اسیا ته ګاز لېږدوي او د سیمه‌یز ثبات او بسیاینې سبب ګرځي. 

د سرچینې په خبره ټاپي د افغانستان مهمه پروژه ده چې د سیمه‌یز امنیت او د ادغام له سیاست سره مرسته کوي او د سیمې لوبغاړي هېوادونه لکه پاکستان او هند په ګډو ګټو کې سره متحد کوي.