له دبۍ تر کابل جان لسمه هڅه

له دبۍ تر کابل جان لسمه هڅه


  • 6 مياشتي دمخه (13/04/2021)
  • ممتاز اورکزی
  • 335

يو وضاحت دلته ضروري بولم .چې په تير يو ټوک کښې چې اول د ماهيپر ذکر پکار وو .نو ما د سروبي قصه پېل کړه .او بيا په دې تير ټوک کښې  چې د سروبي قصه اول پکار وه نو زه د سړک سره په خبرو شوم .دا تقديم او تاخير به راسره قبلويئ ،ځکه چې همدا د واقعاتو تقديم او تاخير زما په ذهن کښې راولاړيږي .او زه له واقعاتو ډير متاثره کيږم .او هسې هم دا د کومو مشخصو ځايونو باره کښې کوم مصدقه معلومات ندي،بلکه  يو غير مربوط غوندې روداد دے .زه يې بيانوم ،زه نه دې ليک ته سفر نامه وايم او نه رپور تاژ ځکه چې د دې اصنافو بيا خپل چوکاټونه دي .او زه عاجز نو بيا کوم داسې له چوکاټونو خبر څوک يم ؟ که څنګه ؟بس چې څه دي تاسو ته نذر دي .تاسو نه جار او صدقه .او د زړه له تله مو مننه کوم چې راسره اوسئ .لولۍ يې .دا مو په ما احسان دے .خداے پاک مو ښاد او اباد لره .او يوه دې بله ورپسې وي د کومو ملګرو نومونه لېکل چې رانه پاتې کيږي هغويي دې ما اوبخښي ځکه چې ما مخکښې هم عرض کړے وو چې دا هر څه د حافظې په زور ليکم .نو د کمي بېشي ښه پريمانه اشتباه شته .زما په خيال همدومره وضاحت کافي دے...بلې صيب ..ښه ښه ،او بس نزدې يو .ښه سمه ده .دا  بيا د جهانزيب مومند غږ وو چې د چا زنګ يې ځوابولو .چې د موبايل نه اوزګار شو نو مخ يې راتاو کړو وييل يې لالا ستاسو د استوګنې بندوبست مو په کانټينېنټل کښې اوکړو ...ما وييل څه؟ وييل يې هو لالا.ما وييل دا خو کمال اوشو نو.وييل ولې لالا؟ ما وييل بيا دې خبروم .

اوس مونږ کابل کښې يوو.د کابل د ترافيک نه دې خداے مومن مسلمان اوساتي .د لسو دقيقو لاره که خداے مې نه غلطوي نو درې ساعته خو اخلي خو کيدے شي څلور هم واخلي .د کابل جان انتظاميې ته په دې حقله کوټلي او چټک ګامونه اخستل پکار دي .ځکه چې دا ستونزه د دې جديد او ښکلي ښار په پاکه لمن داغ دے .د کابل د ترافيک قصه درته بيا کوم .اوس مونږ په انټر کانټينېنټل هوټل کښې يوو .ځواب صيب رانه تللے دے .جهانزيب مومند راسره دے .د هوټل عمله ډيره خوش اخلاقه ده .چې دا يې د خپل مسلک سره د کلک تړون دليل دے .زه يې ډير په مينه او احترم اوطاق ته بوتلم .هلته يې ځاے په ځاے کړم .او جهانزيب خان رانه هم رخصت شو .اوس نو زه يم او اوطاق دے .

زه چې د دبۍ نه روانېدم نو ما په بيړه بيړه کښې يو پوسټ کړے وو .چې زه د نارنج ګل په مشاعره کښې د ګډون پخاطر کابل ته ځم .نو د هغې ورځي نه به يو ځوان ما ته مسيجونه کول چې لالا کانټينېنټل ته  به خامخا راځې .دا مسيجونه ډير وو او ډيره مينه پکښې وه.ما به هم ورته اکو بکو کول ځکه ما ته معلومه وه چې زه هلته مېلمه يم نو خداے خبر چرته به پاتې کيږم ،خو خير د دې  ځوان زړه مې نه بدولو .اوس چې زه اوطاق کښې لا ناست نه وم نو د دې ځوان مسېج راغے چې لالا زه دې ګورې  په طمع يم .

 مسيج مې ورځواب کړو ..ما وييل خانيه زه ستا په هوټل کښې ناست يم .درې سوه ديرشم نمبر اوطاق او دريم پوړ ته زر راشه .ځوان مې سم حيران کړو .خو يقين يې ځکه راغلو چې د پوړ او اوطاق نخښه پته مې سمه دمه اوښودله .وييل يې درغلم ...او چې شل دقيقې تيريدي نو د اوطاق دروازه ټک ټک شوه چې دروازه مې خلاصه کړه نو مخ ته مې  يو ښايسته ځوان چې

 

 تکې شنې سترګې ،مضبوط مګر متناسب بدن او قد يې وو ولاړ وو.کلکه غاړه يې راکړه وييل يې لالاجي ميوند مسيد يم د دې هوټل مرستيال. ما هم ورسره ګړه بړه اوکړه .وييل يې يقين مې  نه راځي ما وييل يقين کوه کنه ياره.دا ځوان د مينې ،ورور ولۍ او پښتونولۍ جذباتو داسې په مخه اخستے وو چې زه ډاريدم چې اوس به په ژړا کيږي .اوس به په ژرا کيږي ..جار جار جار د مينې داسې منظرونه لېدل هم د بختورو په نصيب کيږي او نن هم د داسې بختورو په قطار کښې زه عاجز هم ولاړ وم .خير خبرې اترې پېل شوې .ډير زر بې تکلفه شو .زما هم ډير تکلفات او تشريفات نه خوښيږي بلکه ساه مې پکښې ډو بيږي .ميوند جان مسيد هم زما په شان وو مونږ  دواړو لږ ساعت کښې داسې ګپ شروع کړو لکه چې هم صنفيان وو.مېوند جان ايم بي اے کړے دے.او اوس د هوټل مرستيال دے .ډير ژمن سړے دے .را ته يې وييل چي لالا جي دا هوټل د کابل له هغو ادارو څخه يو دے چې بېخي يې مرګ نه وو واقع شوے خو مرګ ته نزدې ضرور وې .خو اوس مو شکر دے بيا په خپلو پښو اودرولے دے .ډير مېلمانه لرو .ډير اوطاقونه مو مصروف دي .له دوه نيمو سوو نه زيات اوطاقونه لرو .په سلګونو کارمندان لرو .او ډير کنټريکټونه مو امضا کړل .ميوند جان په يوه ساه لګيا وو او ما له ډيرې خوشالۍ .سير سير غوښه نېوله .ځکه چې مړې ادارې را ژوندۍ کول هغه اساسي کار دے چې د يوه ملک په راجوړونې کښې بېخي بنيادي رول لوبوي .نوي ادارې جوړول پخپل ځاے خو زړو ادارو ته نوے ژوند ورکول په ريوينيو جنريشن کښې بهترينه اضافه وي ،او بيا ېې ناګهانه يو وارې بيا غاړه راکړه لکه چې اوس يې هم يقين نه وي چې زه يې مخې ته ناست يم .خير د ملګرو زنګونه راتلل ما ځوابول لوکيشن مې ورکولو خو لا د ملګرو راتلل پېل شوي نه وو د دوست محمد دوست صيب زنګ هم راغے زما د احوال يې واخست ،ما وييل ښه په مزو کښې يم وييل يې لالا جي زه به سبا وختي درځم نن دلته جلال آباد کښې بوخت يم ،ما وييل دوست صيب ستاسو کړاو مې اولېدو .تاسو ته سور سلام .په ارام راشه په خير راشې .په دې کښې د مېوند شينواري .رضوان الله اوبرګ ،اجمل نوري ،جليل جلالي .ارباب صيب حمد الله ،سعيد شېنواري ،طاير ځلاند ،مير احمد ياد ،رضوان الله شپون ،ساحل منګل ،ګل رنګ،او ښاغلي شاه سقيم زنګونه هم راغلل او ما ورځواب کړل .او د ملګرو راتګ هم  پېل شو .اوبرنګ مې اوليدو .مېوند شينوارے راپسې هوټل بيا راغے .ادريس غفاري هم راغے .خبرې .اترې .ګپونه پيل شول .مختلف موضوعات.خنداګانې ،ګېلې مانې هر څه اوشول .خو په دې مېنځ کښې خداے خبر ما څنګه او کله وخت پيدا کړو چې د اوطاق د بالکونۍ نه لاييو راغلم ..لاييو راتلل نه وو چې مېوند مسيد راپسې راغے .د دوست محمد زنګ له جلال آباده راغے چي لالا لاييو راغلے وې ؟ ما په ډير فخر او وييل چې او کنه لاييو راغلم چې دوستانو ته د کابل يوه ننداره اوښايم ..وييل نو لالاجي لاييو خو مه راځه کنه.ما وييل ولې به نه راځم د هوټل نېټ ډير ښه دے .په ډير احترام او مينه يې راته او وييل چې د امينت کسان وايي چې ميلمه دې لاييو نه راځي ځکه بيا يې لوکيشن معلوميږي .زما په خپله سادګۍ ايله نه صرف سر خلاص شو بلکه يقين مې اوشو چې مکمل له عقله خلاص يم .خو زړه کښې مې وييل چې ښه نو په ما څوک څه کوي ؟ بيا مې خيال شو چې په ما څوک هيڅ نکوي .په خداے که څوک د  مې د سلو منو  غوښتو خيرات ته هم اوغواړي خو د سرکار مېلمه يم،او دلته خو  جنتيان سرکار  ته،مسله جوړول غواړي .نو خداے مکړه زما د وجې کومه مسله جوړه نشي ..يا الله ته مې پرده اوکړي ،بيا به لاييو نه راځ، لاندې په ريسيپشن ناست کارمندان هم حيران وو چې دا څوک راغلے دے چې دا دومره خلق ورته راځي او دومره خلق هوټل ته زنګونه وهي .طريقه دا وه چې څوک به راتلل نو په ريسيپشن به ېې خپله پېژندګلو کوله سره د اسنادو.او بيا به هلته نوم ثبتېدو بيا به ما ته د ريسېپشن نه زنګ کيدو او ما به ورته وييل چې هو زما مېلمه دے .د مهربانۍ له مخې را پري ېې ږدئ ..هاهاها کارمندان مې ښه ستړي کړي وو او دوه رجسټره مې  پرې د نومونو نه ډک کړي وو.خير ملګري ډير شول په اوطاق کښې نه ځاييدل .په دې کښې بل ځوان راغے .چې مېوند مسيد راته او وييل چې دا زمونږ د هوټل  سي اي او نيازي صيب دے .نيازي صيب بيا بل قسم خنده رويه .مېلمه پال او پښتون پال سړے دے .کلکه غاړه يې راکړه وييل يې اورکزے صيب زه زما ټېم دې په خدمت کښې يو چې هر څومره ميلمانه دې راځي نو غم مه کوه .او سمدستي يې حکم اوکړو چې اورکزے صيب سره د ميلمنو خيبر سويټ ته بوځئ .خيبر سويټ هغه مقدس او محترم ځاے دے چې ډاکتر نجيب شهيد به پکښې مېټېنګونه کول .اروا يې ښاده او ياد يې تل پاتې .مونږ کښيناستو .بيا ګپونه .بحثونه .خبرې اترې ،مينې ،محبتونه ....ډير ملګري وو ،نومونه يې نه ليکم ځکه پکښې خطا کيږم .خو په دې جريان کښې ميوند مسيد لکه زما د کشر ورور د مېلمنو خدمت ته کلک ولاړ وو چې زما ټول ملګري به د دې ګواهي ورکوي چې ميوند مسيد نه صرف مېلمانه پاللي دي بلکه د اجنبيت احساس يې هم چا ته نه دے ورکړے .اوس دا مېلمانه په رخصتيدو  دي او ماښام دے نور مېلمانه راتلونکي دي مونږ د هغويي په انتظار يو .زه اوطاق ته او ختم .او تاسو نه څه پرده يو ځل بيا لاييو راغلم....................

 

نور بيا.................