افغان حکومت او طالبان دې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي

افغان حکومت او طالبان دې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي


  • 7 مياشتي دمخه (12/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 419

 

 سمسور(دوشنبه د وري ۲۳) د جګړې له تېزېدو سره په یو وخت  د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو نه ده او طالبان باید د عامو خلکو ژوند ته جدي پام وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي ویلي، چې طالبانو له افغان حکومت سره په جګړه کې ان خپل اخلاقي مسؤلیتونه هم تر پښو لاندې کړي او په کور دننه یې د خپلو اهدافو لپاره ملکي وګړي قرباني کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ډېرېدل یوه بوږنونکې مسئله ده او طالبان باید د ترکیې په غونډه کې له افغان حکومت سره یو دایمي اوربند ته ورسیږي.

جلالي دغه راز په استانبول کې جوړېدونکې ناستې ته هم خوشبینې څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د سولې لپاره رامنځته شوی اوسنی فرصت بې مخینې دی او دواړه لوري باید دا چانس له لاسه ورنه کړي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ د بشرحقونو کمېسون هم په جګړه کې د ملکي خلکو په وژل کېدو اندېښنه څرګنده کړې وه او له طالبانو یې غوښتي و، چې افغان حکومت سره دې دایمي اوربند ته زړه ښه کړي.