د اسراییلو د دفاع وزیر: داسې ایران ورته د منلو وړ نه دی، چې سیمې ته خطر جوړ کړي

د اسراییلو د دفاع وزیر: داسې ایران ورته د منلو وړ نه دی، چې سیمې ته خطر جوړ کړي


  • 3 مياشتي دمخه (12/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 291


اسراییلو له ایران سره د نوې هوکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دیادې  هوکړې د رامنځ ته کېدو په تړاو یې خبرداری ورکړی دی.

 تازه د اسراییلو ددفاع وزیر د خپل امریکایي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی غواړي ډاډه شي، چې له ایران سره نوې هوکړه به په سیمه کې خطرونه نه زیاتوي او دوی ته به امنیتي ګواښونه نه جوړوي.

 د نوموړي په خبره دوی په هېڅ ډول د ایران له اټومي فعالیتونو سره موافق نه دي.


باید یاده شي، چې اسراییلو د ایران یوه لویه بېړۍ په نښه کړې وه او دغه راز ویل کېږي چې د نطنز په اټومي تاسیساتو کې په وروستۍ شوې چاودنه کې هم د اسراییلو لاس دی.