کندهار کې ماین چاودنو دولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

کندهار کې ماین چاودنو دولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.


  • 3 مياشتي دمخه (12/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 204

سمسور (دوشنبه د وري ۲۳) کندهار ولایت کې ماین چاودنو شپږ ملکي وګړي وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د ځايي چارواکو په خبره، چې دا پېښه تېره ورځ د یاد ولایت ارغنداب ولسوالۍ اړوند ژوندو هدیره او بابرو سیمه کې په يوه زرنج موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو ماینونو له کبله رامنځته شوې. امنیتي مسؤولینو له عامو خلکو غوښتي، چې د دوی له اجازې پرته خپلو سیمو ته د بېرته ورګرځېدو هڅه ونه کړي، د دوی په وینا، ځکه ګڼ نورې لارې هم په ماینونو پوښل شوې دي.