د کرنې وزارت: تېرکال په کور دننه ۲،۲ میلیونه لېتره شیدې تولید شوي.

د کرنې وزارت: تېرکال په کور دننه ۲،۲ میلیونه لېتره شیدې تولید شوي.


  • 2 کاله دمخه (11/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1321

سمسور (یکشنبه د وري ۲۲) د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې تېر لمریز کال په ټول هېواد کې ۲،۲ میلیونه لیتره شیدې تولید شوي دي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، افغانستان د شیدو له پلوه په ځان بسیاینې ته نږدې شوی او په تېر لمریز کال کې په ټول هېواد کې دوه اعشاریه دوه میلیونه لیتره شیدې تولید شوي دي.

د نوموړي زیاته کړې، چې یادې شیدې په فاریاب، بغلان، تخار، میدان وردګو، هرات، بلخ، کندهار، کندز او سمنګان ولایتونو کې تولید شوي دي.

کرنې وزارت وايي، په ټول افغانستان کې ۱۸۱۹ د غواوو فارمونه شتون لري، چې ډېری شیدې له همدې فارمونو ترلاسه شوي دي.

د یاد وزارت چارواکي وايي، اوسمهال په افغانستان کې شااوخوا څلور میلیونه غواګانې او نږدې شل میلیونه وزې او مېږې په فارمي او دودیز ډول ساتل کېږي.

باید یاده شي، چې افغانستان په کلني ډول شاوخوا درې میلیونه لیتره شیدو ته اړتیا لري، چې تېر کال یې ۲،۲ میلیونه په کور دننه تولید شوي دي.