بشرحقونو کمېسون: ملکي مرګ ژوبله د زغمولو نه ده، دواړه لوري باید اوربند وکړي.

بشرحقونو کمېسون: ملکي مرګ ژوبله د زغمولو نه ده، دواړه لوري باید اوربند وکړي.


  • 7 مياشتي دمخه (11/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 407

سمسور (یکشنبه د وري) د بشرحقونو خپلواک کمېسون یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په جګړې یواځې د ملکي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی او په کار دی، چې دواړه لوري یو دایمي اوربند ته ورسېږي.

یاد کمېسون په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې روانې جګړې بې شمېره ملکي وګړي ووژل او زرګونه یې د ژوند له اسانتیاو محروم کړل، چې نور باید جګړه کوونکې ډلې د ملکي خلکو ژوند ته جدي پام وکړي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې افغانان ښه ژوند ته ضرورت لري او ددې لپاره اساسي شرط اوربند دی، چې باید افغان حکومت او طالبان سره په توافق ورسېږي.