روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۱۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.

روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۱۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.


  • 2 مياشتي دمخه (10/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 185

سمسور (جمعه - د وري - ۲۱) د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت خبر پاڼه وایي، په همدې موده کې هېڅ کوم ناروغ ژوند نه دی بایللی او همدارنګه کوم ناروغ رغېدلی هم نه دی.

سرچینه وایي، چې دغه پېښې په کابل، کندهار، بغلان، هلمند او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.

له نویو پېښو سره په هېود کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په ټولیز ډول ۵۷ زره او ۱۶۰ تنو ته لوړ شو.

له دغې ډلې ۵۱ زره او ۹۶۲ تنه ناروغان رغېدلي او ۲۵۲۱ تنو بیا خپلو ژوند د لاسه ورکړی دی.