خلیل زاد له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

خلیل زاد له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.


  • 1 کال دمخه (10/04/2021)
  • خالد سهار
  • 765

سمسور (جمعه - د وري - ۲۱) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیل زاد کابل ته راغلی او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د یادې شورا له مشرتابه غړیو سره د سولې اړوند بحثونه کړې دي.

د عبدالله عبدالله مطبوعاتي دفتر وایي، د افغان سولې لپاره د استانبول ناستې ته په کتو، کابل ته د ښاغلي خلیل‌زاد سفر به د افغان سولې طرحې پر وروستۍ کېدو ځانګړی او اغېزمن رول ولوبوي.

ښاغلي خلیل زاد همدارنګه په ارګ له ولسمشر غني سره هم لیدلي دي.

د ارګ له لوري په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې لیدنه کې، دواړو لوریو د سولې بهیر پر پرمختګونو او د ترکیې غونډې د چمتووالي په اړت خبرې اترې کړې دي.