دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرداووه څلويښتمې غونډې رپوټ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • راحله نوري
  • 1079

د میرمن کلتوري - ټولنیز بهیر اوه څلویښتمه اوونیزه غونډه د ۱۳۸۸ لمریز کال د غبرګولي په لسمه نیټه د اغلی مرضیې امین په ویاندي د پوهنې وزارت په کلوپ کې ترسره شوه په غونډه کې زیات شمیر خویندو ګډون کړی وو .
د غونډی په لومړۍ برخه کې د تیرې اوونۍ ریپورټ ولوستل شو او او د غونډی ګډونوالو پری خپل نظرونه ورکړل، د غونډی په دوهمه برخه کې د آغلې توبا ساپی له خوا د راډیویې پروګرام په اړه په ز‌ړه پوری پریزنتیشن وړاندی شو ، آغلې ندا د بیلګې لپاره یوه خپرونه لیکلې وه ، او هم یې د کمپیوټر په وسیله د غونډې ګډونوالو ته واوروله ، ورپسې یې دراډیو پروګرام د جوړولو د طرز په اړه په زړه پورې معلومات ورکړل ، دغه راز په لیکل شوي راډیویي پروګرام د میرمن بهیر غړو کره کتنه وکړه چې د غونډې د ګډونکونکیو له خوا وستایل شو او هیله وشوه چی زمونږ نورې خویندی هم په راتلونکو غونډو کې دی ته ورته پریزنتیشننونه ورکړي.
ورپسې د بهیر پرکاري مسایلو خبرې وشوې چې یو له هغه
د راتلونكې کالنۍ (( رڼا))مشاعرې په باب چي  دجوزاپه ۳۰ نیټه جوړيږي  خبرې وشوې او د بهیر غړوته دا دندې وسپارل شوې:
د غونډې د تدارک ډله :
ساهره شریف،ندا ساپۍ،دل افروزځیرک،خاطره اسحق زۍ، مینه صابر ،ګلالۍ امرخیله،تورپیکۍ مومند.بلقیس ودان
دغونډې دارالانشآ:
(ادیبه ادیب،وریښمینه سعادت،مینه منګل،سوله نیازۍ،راحله نوري،پښتنه عربزۍ
* له غونډې نه مخکې :
- د بلنليکونو چاپ او ډيزاين  ،  ( سپوږمۍ نوري  ،سوله نیازۍ،مینه صابر
- د بروشور ترتيب او چاپ ،  ،  ( کریمزی، لیناشریفي ، خاطره شینوارې
- په ولايتونو کې د بهير له څانګو سره  اړيکې نيول او د هغوی رابلل  ،  (ندا،تورپیکۍ مومند)
٤- له لرې ځايونو څخه د راغليو مېلمنو لپاره ، په کابل کې د اوسېدو د ځای سمبالول  ،  (ابراهیمي صاحب ،ګلالۍ امرخیله) .
- د هوټل ريزرف   ،  (ابراهیمي صاحب) 
- د ټرانسپورت د برخې سمبالول  ،  (ګلالۍ امرخیل، شمس صاحب)
- د رسنيو خبرول   ،  (فریبا ظاهر ،خاطره اسحق زۍ، امینزی صاحب،ځیرک)
- د ګډونوالو او میلمنو دلست چمتو کول (ساهره شریف،  (     ندا، مینا مسعوده، نویده خوشبو
- د ښځینه شاعرانو دکتاب  چاپول او په غونډه کې ویشل (سپوږمۍ نوري  ،اوږۍ امیل)
- د کتابونو د نندار تون پرانستل( زهرا،جمیله ساپۍ، فریده جوهرزۍ)
- په غونډه کې د ویش لپاره د کتابونو او مجلو چمتوکول( ساهره شریف،تورپیکۍ مومند، حمیرا کاوون
- دمډالونو او ستاینلیکونو برابرول (۳) مډالونه (۲۵) تقدیر نامې( شمس صاحب،اریا حافظ، وریښمینه سعادت)
پراجکټور چمتو کول ( ځیرک ، سوله)
بنر چاپول ( مرضیه ، شګوفه امین)
كمپيوټر ،  کریمزی ،ندا ساپۍ
د  عکس اوفلم اخيستنې كمره ، حمیرا کاوون
د ماشومانو لخوا ډرامه او ترانه – ځیرک ، سوله

* د غونډې په ترڅ کې:
- د پاک قرآن تلاوت ، (سوله نیازۍ)
- ملي سرود  ، د ترانې ټيم    ( دلافروزځیرک
- وياندويانې  ،  ( وریښمینه،ادیبه) خاطره اسحق زۍ
- پرانستونکې وینا ـ استاد پسرلی ،
- د بهير کلنی راپور(ندا ساپۍ)                
- د مشاعرې برخه
-   د بهير کاري پلان ترتيبونکې او وړاندې کونکې  ، (راحله نوري)
- د ښځو د ژوند په اړه د انځورېز پړزېنتېشن ترتيبول او وړاندې کول  ، ،(توباندا)
- د تخنيک برخه   ،  ( ابراهیمي صاحب او شمس صاحب)
– د غونډې  بشپړ راپور ليکل او دچاپ لپاره د  ټولو هغو موادو راټولول کوم چې د ګډونوالو له خوا لوستل کېږي  ،  (مینه صابر وردګ،ادیبه ادیب)
ورپسی د مشاعرې برخه پیل شوه چې پکې جمیلې ساپی،سولې نیازی، مینه صابروردک،مینه موسی زۍ،فریدی صافۍ،زرکې علیزۍ،زهره جهش،ګلثوم روفا،ښکلا،شګوفی امین ، دل افروز زیرک،حمیرا کاوون، تورپیکۍ مومند،ګلالۍ عمرخیل او نورو خویندو خپل شعرونه ولوستل.
 غونډه د مازدیګرنې په خوړلو مجلو په ویشلو سره په څلوروبجوپاى ته ورسيده ،یاده دې وي چې د میرمن بهیر غونډې د هرې شنبې ( خالي ) په ورځ د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې ددې وزارت په کلوپ کې د ماسپښین پر یوه نیمه بجه جوړیږي.