د جګړې دوام؛ دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۶ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا لري.

د جګړې دوام؛ دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۶ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا لري.


  • 3 کاله دمخه (08/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1424

سمسور (پنجشنبه - د وري - ۱۹) د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په تېرو څلرویشت ساعتونو د هوایي ځواک پتږه مرسته د ګډو افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۰۶ تنه طالبان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه طالبان د هېواد هرات، فاریاب، فراه، بدخشان، کندوز، ننکرهار، غزني، مېدان وردګو، ارزګان، غور، بلخ، هلمند، بغلان او کندهار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د سرچینې په خبره، چې د یادو عملیاتو په پایله کې د دوی یو شمېر وسلې، مهمات، بېلا بېل چاودېدونکي توکي او وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

تر دې دمه بیا وسله والو طالبانو د افغان چارواکو د دغې ادعا په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.