روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۷۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.

روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۷۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.


  • 2 مياشتي دمخه (07/04/2021)
  • خالد سهار
  • 195

سمسور (چهارشنبه - د وري - ۱۸) د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۷۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، چې دا پېښې د هېواد په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، کندز، کاپیسا،میدان وردګ، نیمروز، بلخ، لوګر او کونړ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

روغتیا وزارت وایي، چې په یادې موده کې دوو تنو له کرونا ویروس څخه خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. 

سرچینه وایي، چې له دې سره پر یاد ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۶ زره ۹۵۳ تنو ته لوړ شو.

د سرچینې په حواله له یاد ویروس څخه د مړه شویو کسانو شمېر ټولټال ۲ زره ۵۱۶ تنو ته رسېدلی.

پورته مطلب کې راځي، چې په همدې موده کې له دغه ویروس څخه ۱۱ تنه بېرته رغېدلي، چې د رغېدلیو کسانو شمېر ۵۱ زره ۹۴۰ تنو رسېږي.