لاوروف له هند وروسته پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي.

لاوروف له هند وروسته پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي.


  • 5 مياشتي دمخه (07/04/2021)
  • خالد سهار
  • 321

سمسور (چهارشنبه - د وري - ۱۸)  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له هندي چارواکو سره تر لیدنې وروسته اسلام اباد ته تللی دی او هلته له پاکستاني پوځي او ملکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي.

سرګي لاوروف تر دې وړاندې له هندي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړې او همدارنګه هند د افغانستان امنیتي وضعیت ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله، لاوروف پاکستان ته د خپل سفر په اړه ویلي، چې موخه یې د افغانستان وضعیت ته د دواړو هېوادونو ګډه اندېښنه ده.

باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې شوې، چې یو شمېر هېوادونو په دې برخه کې هڅې پیل کړي، چې په دې لړ کې به څو ورځې وروسته د افغان سولې په تړاو د یوې پراخې غونډې کوربه وي.