شاداب خان د ژور ټپ له امله راتلونکو لوبو کې نه شي لوبېدلی.

شاداب خان د ژور ټپ له امله راتلونکو لوبو کې نه شي لوبېدلی.


  • 7 مياشتي دمخه (05/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 356

سمسور (دوشنبه - وری - ۱۶) شاداب خان چې د پاکستانۍ لوبډلې ورو توپ اچونکی دی د افریقا لوبډلې سره په دوهمه لوبه کې ژور ټپي شو؛ نو په همدې خاطر په راتلونکو لوبو کې نه شي لوبیدلی. پاکستانۍ لوبډله د افریقا په کوربتوب له سویلي افریقا لوبډلې سره په لوبو بوخته ده. تر دې دمه د دواړو لوبډلو تر منځ دوه پنځوس اوریزې لوبې ترسره شوې دي، چې لومړۍ لوبه پاکستان او دوهمه لوبه بیا افریقا لوبډلې ګټلې ده او دریمه پنځوس اوریزه لوبه به د همدې اپریل میاشتې په ۷ نېټه ترسره شي. د پاکستان د کرکټ بورډ د خبر له مخې شاداب خان د افریقا لوبډلې خلاف په دوهمه پنځوس اوریزه لوبه کې سخت ټپي شو؛ نو نه شي کولای، چې د افریقا او زمبابوې خلاف راتلونکو لوبو کې ولوبیږي.

شاداب خان د پاکستان لپاره د افریقا خلاف په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې ۳۳ او په دوهمه پنځوس اوریزه لوبه کې ۱۳ منډې جوړې کړې وې.