‏د ولسي جرګې غړي: حکومت دې د سرپرستانو لړۍ پای ته ورسوي.

‏د ولسي جرګې غړي: حکومت دې د سرپرستانو لړۍ پای ته ورسوي.


  • 2 مياشتي دمخه (05/04/2021)
  • حشمت خان
  • 158

سمسور (دوشنبه - وری - ۱۶) ولسي جرګې له حکومت څخه د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو په موخه غوښتي؛ تر څو د  سرپرست وزیرانو لړۍ پای ته ورسوي او ولسي جرګې ته دې نوي نوماند وزیران معرفي کړي.

ولسې جرګې ویلي که حکومت د فساد او درغلیو مخه نیول غواړي نو د چارسمبالو پرځای دې په وزارتونو او ریاستونو کې رسمي او تلپاتې کسان وګماري.

ولسي جرګه داسې مهال په حکومت غږ کوي، چې تېرو څو ورځو کې هم د دفاع او کورنیو چارو وزیران له دندو ګوښه او پر ځای یې سرپرستان ټاکل شوي دي.