حنیف اتمر د ترکیې له سفیر سره د افغان سولې غونډې په تړاو غږېدلی.

حنیف اتمر د ترکیې له سفیر سره د افغان سولې غونډې په تړاو غږېدلی.


  • 3 کاله دمخه (05/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1246

سمسور ( دوشنبه د وري ۱۶)  د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر افغانستان کې د ترکیې سفیر اوغوزخان اور طغرول سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو په دې ليدنه کې د ترکیې هېواد کې د افغان سولې په تړاو په راتلونکې غونډې خبرې کړې دي.

د سرچینې په  خبره یاده لیدنه کې د ترکیې غونډې پر چمتووالي، د غونډې نېټې، اجنډا او غونډه کې د پلاوي په ترکیب خبرې شوي دي.

د وزارت په خبره، اورطغرول هیله څرګنده کړې، چې د ترکیې غونډه به د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره مؤثره تمامه شي او همداشان به دواړه لوري یو مناسب حل ته ورسیږي.

باید یاده شي، چې د ترکیې غونډه د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ نېټه ترسره کیږي، چې اوس مهال ورته په کور دننه د یو شمېر طرحو په راټولولو کار شوی دی.