امریکا دې د افغانستان په کړکېچ کې هند داخل کړي.

امریکا دې د افغانستان په کړکېچ کې هند داخل کړي.


  • 8 مياشتي دمخه (04/04/2021)
  • خالد سهار
  • 508

سمسور ( یکشنبه ـ وری ـ ۱۵) که امریکا له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، ښايي د طالبانو په شمول ګڼې ترهګرې ډلې خپل فعالیتونه چټک کړي.

فارن پالیسي ویلي، امریکا ته په کار ده، چې د افغانستان جګړه په مسؤولانه ډول پای ته ورسوي.

یادې نشریې همداشان ویلي، چې که امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د نامعلومې مودې لپاره ځنډول کېږي؛ نو امریکا ته به په اقتصادي لحاظ ستونزمنه وي، چې د یوې اوږدې مودې لپاره دې خپل ځواکونه افغانستان کې پرېږدي.

نشریې وړاندې لیکلي، چې امریکا باید د افغان سولې لپاره له درېیمې لارې کار واخلي او یو شمېر تروریست ضد ځواکونه په یاد هېواد کې پرېږدي او هند د افغان سولې په برخه کې په پوره ډول سهیم کړي.

د یادولو ده، چې فارن پالیسي تر دې وړاندې هم په می میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل نامناسب ګڼلي وو او زیاته کړې یې وه، چې بایډن باید په دغه برخه کې محتاطانه قدم پورته کړي.