ملي امنیت ۰۲: ننګرهار کې د داعش ډلې هدفي وژنو غړی ونیول شو.

ملي امنیت ۰۲: ننګرهار کې د داعش ډلې هدفي وژنو غړی ونیول شو.


  • 2 مياشتي دمخه (04/04/2021)
  • خالد سهار
  • 114

سمسور (یکشنبه - وری ۱۵) افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ دولت زو سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي.

د هېواد ختیځ لورته د ملي امنیت ۰۲ قطعه وایي، چې په یادو عملیاتو کې د چپرهار لپاره د داعش ډلې استخباراتي او هدفي وژنو غړی نیول شوی دی. 

یاد ځواکونه زیاتوي، چې له نیول شوي کس سره ۱ میل کلاشینکوف، ۴ عدده د کلاشینکوف شاجورونه او دوه تفنګچې هم د ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د سرچینې په خبره،  چې یاد کس په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د یو تن ډاکټر عبدالرسول مشهور په ګوډ ډاکټر په اختطاف کې هم لاس درلوده.

تر دې مهاله په دې هکله داعش ډلې پو رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د یادولو ده، چې تېره ورځ هم په دې ولایت کې ګډو افغان ځواکونو د داعش او طالبانو غړي له یو شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي وو.