لغمان کې دوه طالبان د خپل ماین چاودنه کې وژل شوي

لغمان کې دوه طالبان د خپل ماین چاودنه کې وژل شوي


  • 4 مياشتي دمخه (04/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 267

لغمان کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې

 سمسور ( یکشنبه- ۱۵ وری) لغمان ولایت کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې، چې په پایله کې یې ۲ تنه وژل شوي او ۱ بل ټپي دي.

ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د غوښتل، چې د علیشنګ ولسوالي په منجان کلي کې په لویه لارکې ماین ځای پر ځای کړي، چې خپل ماین پرې چاودلی او د صدام او محمد رحیم په نومونو ۲ تنه طالبان وژل شوي او د عثمان په نوم یو بل ټپي دی.

باید یاده شي، چې نن طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي وزرات ویلي و، چې افغانستان کې هره میاشت ۱۲۰ ملکي وګړي، د اېښودل شویو ماینونو له کبله زیانمن کیږي.