سېلاب قول اردو: د کونړ چپې دره کې یې تر ۲۱ زیات وسله‌وال طالبان وژلي

سېلاب قول اردو: د کونړ چپې دره کې یې تر ۲۱ زیات وسله‌وال طالبان وژلي


  • 3 مياشتي دمخه (04/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 216

سمسور(یکشنبه- د وري- 15) د ملي اردو چارواکي د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې تر ۲۱ د زیاتو وسله‌والو طالبانو د وژلو ادعا کوي او وایي، وسله‌والو د دې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې وړمه شپه د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل چې وروسته جګړه ونښته.

 

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا مطبوعاتي مسؤل شاهد الله ساپی ویلي، په یادې جګړه کې، چې تر شنبه‌یې دوام وکړ، تر ۲۱ زیات وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

 

ښاغلي ساپي زیاته کړې، یاد بریدونه د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا د منسوبینو ترڅنګ د توپچي او هوايي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول، چې په ترڅ کې یې تر دې مهاله ۲۱ وسله وال وژل شوي، یوه اندازه وسلې او مهمات‌یې له‌منځه وړل شوي دي.

 

باید یاده شي، چې وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.