ماینونه او ناچاودي توکي هره میاشت په منځني ډول د ۱۲۰ افغانانو ژوند اخلي.

ماینونه او ناچاودي توکي هره میاشت په منځني ډول د ۱۲۰ افغانانو ژوند اخلي.


  • 4 مياشتي دمخه (04/04/2021)
  • خالد سهار
  • 310

سمسور (یکشنبه - وری - ۱۴) نن د اپریل څلورمه د ماینونو د خطرونو په هکله د پوهاوي نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د اماده ‎ګۍ وزارت ویلي، سره له دې چې تېرو ۳۰ کلونو کې ۳۰۰۰ کیلو متره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې، خو اوس هم ۱۶۰۰ کیلو متره مربع ساحه شته چې په ماینونو پوښل شوې ده.

یاد وزارت ویلي چې دغه ماینونه تر ډېره په لاس جوړ شوي او له ۲۰۰۱ کال راهیسې پر زر کیلومتره مربع ځمکه کې ځای پر ځای شوي دي. 

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، چې په تېر یوه کال کې ۱۵۰۰ ملکي کسان د دغو ماینونو او ناچاودو توکو له امله د چاودېدو ښکار شوي چې د شاوخوا دېرش سلنه کاسانو ژوند یې اخیستی دی.