په سومالیا کې دځانمرګي برید له امله لس تنه وژل شوي دي

په سومالیا کې دځانمرګي برید له امله لس تنه وژل شوي دي


  • 5 مياشتي دمخه (04/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 313

سمسور(یکشنبه- د وري- 15) دسومالیا په پلازمینه موګدیشو کې ځانمرګی برید ترسره شوی، چې له امله یې لس کسان وژل شوي او شمېر ټپیان هم دي.

 

ویل کېږي، چې ځانمرګي بریدګر د عامو وګړو په یوه موقتي بازار کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده

د سومالیا حکومتي چارواکو ویلي، په دې تړاو یې پلټنې پيل کړې دي.

 

باید یاده شي، چې تر چاودنې څو ساعته مخکې د الشباب ډلې د وسله والو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې وه، چې حکومتي سرچینې وایي، په دې نښته کې یې اویا افراطي وسله وال وژلي دي.