افغان ځواکونو پکتیا کې د طالبانو د وسلو ډېپو ونیوله.

افغان ځواکونو پکتیا کې د طالبانو د وسلو ډېپو ونیوله.


  • 7 مياشتي دمخه (04/04/2021)
  • خالد سهار
  • 355

سمسور (یکشنبه - وری - ۱۵) پکتیا ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د عملیاتو پر مهال یو شمېر درنې وسلې او چاودېدوونکي مواد نیول شوي دي.

د پکتیا ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د ملي امنیت ځواکونو د جاني خېلو ولسوالۍ اړوند سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په یادو ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د یو پټنځای په ګډون ګڼ شمېر درنې وسلې او چاودېدوونکي توکي ترلاسه او له منځه تللي دي.

بل لورته تر دې مهاله وسله والو طالبانو د یادې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.